د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان کارکوونکو ته: ښځې دې اسلامي حجاب رعایت او نارینه دې ږېرې پرېږدي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د ملکي خدماتو له کار کوونکو څخه غوښتي چې باید خپل "صورت او سیرت د سنتو مطابق برابر کړي"​ او ښځینه کار کوونکو ته یې خبر داری ورکړی که اسلامي حجاب مراعت نکړي له دندو څخه به لیري شي.

د دغه وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۱ (سلواغې دوهمه) خبریالانو ته په استول شوي پيغام کې ویلي چې د دوی توصیه نامې د عدلیې، کلیو او پراختیا او اوبو او انرژۍ وزارت له ملکي مامورینو سره شریکې شوي دي.

ښاغلي مهاجر زیاته کړې ده: "... په ټولو دولتي ادارو کې ښځې باید شرعي حجاب مراعت کړي او د سرغړونې په صورت کې به له دندې څخه لیري شي."

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د توصیه نامو په اساس، نارینه ماموران باید خپل "صورت او سیرت" پر شریعت برابر کړي او د سنتو مطابق ږیره پرېږدي. دغه وزارت همدارنګه توصیه کړې چې د ښځینه او نارینه کار کوونکو کاري دفترونه باید ژر تر ژره سره بېل شي.

د وزارت چارواکي وايي: "ددغه توصیه نامو په اساس کم عمره او ږیره نه لرونکي کسان په دولتي ادارو کې د کار کولوو حق نلري او ادارو ته د بې حجابه ښځو ننوتل منعه دي."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې مخکې هم په کابل ښار کې د شعارونو په نصبولو سره له ښځو څخه غوښتي و چې "حجاب" مراعت کړي. خو تر هغه وروسته یو شمېر مېرمنو د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو پر ضد مظاهرې وکړې.

یاد وزارت له نارینه وو څخه هم غوښتي وو چې خپلې ږیرې لنډې نکړي او همدارنګه یې له خلکو څخه غوښتي و چې د موسیقۍ له اورېدلو څخه ډده وکړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د ملاتړ بنسټونو ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د ښځو او نجونو د کار او تعلیم ساحه محدوده شوې او ګڼ شمېرمېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر میاشتې پر ۱۷مه د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي یې د نجونو پرمخ نه پرانیستل.

تر هغه وروسته په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ګڼو مېرمنو د خپل کار، تعلیم او ازادۍ حقوقو تر لاسه کولو لپاره مظاهرې کړي دي. طالب چارواکو بیا ویلي چې په نوي لمریز کال کې به ټول ښوونځي او تعلیمي مرکزونه د نجونو پرمخ پرانیستل شي.

طالبانو تر دې مخکې همدارنګه ویلي چې د "د اسلامي شریعت په چوکاټ کې" د ښځو حقوقو ته ژمن دي او دولتي ادارو ته د ښځو په بیرته تګ سره د هغوی شرایط باید پلي شي.

د تیرو څه باندې شپږو میاشتو په تیرېدو سره د طالبانو حکومت تر دا مهاله د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

د ټول شموله حکومت جوړول، ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم اجازه ورکول د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو له اساسي شرطونو څخه دي.

تر دې مخکې د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي و که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید د افغانانو بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقوقو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG