د چین سفیر او د یوناما مرستیال د دوحې د درېیمې غونډې په اړه خبرې کړي

د ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

د ملګرو ملتونو او په کابل کې د میشتو بهرنیو دپلوماتانو ترمنځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو په اړه د سلامشورو په لړ کې کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او د یوناما مرستیال مارکس پوتزل هم ددغې غونډې په تړاو خبرې کړي.

کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د یکشنبې په ورځ جون ۱۶ (جوزا ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کتنې په اړه لیکلي: "ډیر خوشاله یم چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د مرستیال مارکس پوتزل سره وینم او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او چین د همکارۍ په پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د درېیمې غونډې په تړاو مو سره نظرونه سره تبادله کړل".

ملګرو ملتونو ویلي چې ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه به ددغې ټولنې د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای د میاشتې په اول افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق د جمعې په ورځ جون ۱۴(جوزا ۲۵) نیویارک کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې د دوحې د درېیمې غونډې د لغوه کیدو د احتمال په اړه وویل چې پرته له شک څخه ترهغې پورې چې د غونډې لپاره چمتوالی بشپړ شوی نه وي، د هرې غونډې د جوړیدو او یا لغوه کیدو امکان شته دی.

هغه وویل: "اوس مهال، مونږ د غونډې چمتوالي ته دوام ورکوو. مونږ هیله لرو چې دا کار به نتیجه ورکړي، او د غونډې نیټې ته نږدی کیدو سره به مونږ تمه لرو چې وکولای شو چې د غونډې لپاره د ترتیباتو د بشپړیدو وروسته اعلان وکړو".

ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون په اړه ملګرو ملتونو چارواکو څو ځلې د طالبانو د حکومت د چارواکو سره خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د جون په اوومه په کابل کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا، سره په کتنه کې د دوحې د درېیمې غونډې د جزئیاتو او همغږۍ په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ددې کتنې په اړه ویلي چې د دوحې د درېیمې غونډې اجندا باید داسې ترتیب شي چې ټولو خواو ته د منلو وړ وي.

طالبانو حکومت تراوسه د دوحې په غونډه کې د خپلو استازو د ګډون او یا نه په اړه په رسمي ډول څه نه وو ویلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ جون ۱۶( جوزا ۲۷) د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د دوحې د درېیمې غونډې د اجندا په اړه بحثونه شوي او په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د یو پلاوي د ګډون پریکړه شوې ده.

د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ "یوناما" د ارتباطي دفتر مشر مالک سیزي یوې غونډې ته په وینا کې طالبان وهڅول چې په دوحې کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لخوا په بلل شوې غونډې کې برخه واخلي.

مالک سیزي د جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) د افغانستان او پاکستان د مذهبي مشرانو یوې غیر رسمي غونډې ته په وینا کې وویل چې په اوکراین او غزې کې د جګړې له کبله د نړیوالې ټولنې توجه د افغانستان څخه اوښتې او ټینګار یې وکړ که طالبان د دوحې په غونډې کې ګډون وکړي، د نړۍ پام به بیا افغانستان ته را واوړي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي دیپلومات پخپلو خبرو کې زیاته کړه، "مونږ هیله مند یو چې په اوس وخت کې به اسلامي امارت خپل استازي دوحې ته واستوي چې د نړیوالې ټولنې سره په ګټوره او موثره توګه تعامل وکړي".