پاکستان کې پولیسو یو چینايي انجنیر اسلام ته د سپکاوي په تور نیولی  

د پاکستان پولیس

پاکستاني مقاماتو نن دوشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) وویل چې یو چینايي انجینر یې اسلام ته د سپکاوي په تور نیولی دی. په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي ضد ناندریز قانون په اساس دا ډول کسانو ته د مرګ سزا ورکول کېږي.

پولیسو د دغه کس نوم ښاغلی تیان ښودلی او وايي‌ چې د دوشنبې په شپه یې ونیوه. د پولیسو یو مشر نصیر خان فرانس پرس اژانس ته وویل چې نوموړی د خیبرپښتونخوا د کوهستان ولسوالۍ د «داسو» برېښنا بند د رغونې په پروژې کې کار کوي.

دغه چینايی وګړی له هغه وروسته ونیول شو چې د خیبرپښتونخوا د کومیلا په ښارګوټي کې د دغې پروژې یو شمېر کارکوونکو او د سیمې خلکو مظاهره وکړه، ‌لاره یې بنده کړه او د هغه د نیولو غوښتنه یې وکړه.

د پولیسو مشر وویل چې پولیسو د دغه چینايي وګړي «په نیولو او ژغورلو» سره د مظاهرې په مخنیوي کې چټک غبرګون وښوده.

نصیر خان زیاته کړه چې په کار کې لفظي شخړې دا مسئله پارولې ده: ادعا ده چې تیان په غوصه شوی او دوو محلي موټر چلوونکو [د پروژې کارکوونکي] ته یې له دې کبله اخطار ورکړی چې له کار څخه ځي او په لمانځه کې ډېر وخت تېروي.‌ نورو کارېګرو بیا وروسته ادعا کړې چې هغه د مسلمانانو پیغمبر ته سپکاوی کړی دی.

د پولیسو مشر وویل چې تیان د دغې پروژې د ترانسپورت د برخې مشر دی او که څارنوالان تائید کړي چې هغه رښتیا هم اسلام ته سپکاوی کړی، د قانون په اساس به محاکمه شي.

فرانس پرس اژانس وايي چې لا په اسلام اباد کې د چین سفارت په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې یو شمېر مظاهره کوونکي د «الله اکبر» نعرې وهي او پولیس یې د خپرولو لپاره هوايي ډزې کوي.

دا مطلب هم ولولئ

پاکستان کې د برېښنا د بند جوړونکي چینايي شرکت په کمپ کې اور لګېدلی  

پولیس وايي اوس لاره خلاصه شوې او د داسو په بند باندې کارونه هم بېرته پیل شوي دي. د برېښنا په دغه بند کې سلګونه چینايان او پاکستانیان کار کوي.‌

د داسو بند په کوهستان کې دی او د ۲۰۲۱ د جولاۍ په میاشت کې د بند د چینايي او پاکستاني کارګرو په موټر له ځانمرګي برید وروسته، د بند د رغولو کارونه د څه وخت لپاره وځنډول شول. په دغه برید کې ۱۳ تنه ووژل شول چې نهه یې چینایان وو.

د داسو بند

د داسو برېښنا بند د خیرپښتونخوا د کوهستان په ولسوالۍ کې دی چې له اسلام اباد څخه شاوخوا ۱۱۰ کیلو میتر لېرې دی.

دا په پاکستان کې د برېښنا یو لوی بند بلل کېږي چې سلګونه چینايي‌ او پاکستاني انجینران په کې کار کوي. د پاکستان د اوبو وزارت په ۲۰۱۷ کال کې د چین د «ګیژوبا ګروپ کمپنۍ» ته د دغه بند د جوړولو قرارداد ورکړ.

پاکستاني‌او چینايي انجینران هڅه کوي چې دا پروژه تر ۲۰۲۶ کال پورې بشپړه کړي او حکومت یې سخت امنیتي تدابېر هم نیولي دي.

څه موده مخکې د دغه بند په یو ګودام کې اور هم لګېدلی و چې د چارواکو په وینا ډېر وسائیل یې سوځېدلي وو. چین د «پاکستان-چین اقتصادي دهلیز» د پروژې له لارې په دغه هېواد کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې.

پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي پېښې

په پاکستان کې په تېر وخت کې خلکو اسلام ته د سپکاوي په تور په نورو خلکو بریدونه کړي او وژلي یې هم دي.

د بشر حقونو یو شمېر سازمانونه وايي چې ډېر کله په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي تورونه د اقلیت مذهبونو د پیروانو د تحقیر کولو لپاره وي‌ او ځینې وخت شخصي انګیزه هم لري.

په ۲۰۲۱ کال کې په پنجاب کې یو شمېر کسانو د سري لانکا یو وګړی د مسلمانانو پیغمبر ته د سپکاوي‌ په تور په وهلو وهلو وواژه او بیا یې وسوځوه.

د پیغمبرۍ دعوه

په همدې حال کې په پنجاب کې پولیس وايي تېره ورځ یې هغه ښځه یې نیولې ده چې ادعا یې کوله پیغمبره ده. پولیسو له هغه وروسته دا ښځه ونیوله چې یو شمېر خلک یې د دې ښځې د کور مخې ته ټول شوي وو او غوښتل یې چې هغه اسلام ته د سپکاوي په تور ووژل شي. پولیسو هم اسلام ته د سپکاوي په تور نیولې ده.

بل پلو د احمدیه مسلمانانو یو ویاند ویلي‌ دي چې یوې ډلې خلکو د پنجاب په سرګوده کې د دوی د یو جومات منار ویجاړ کړی دی. په پاکستان کې شاوخوا نیم میلیون احمدیه مسلمانان ژوند کوي. په پاکستان کې په ۱۹۷۴ کال کې احمدیان غیر مسلمانان وګڼل شول.

سوني مسلمانان وخت ناوخت په پاکستان کې د احمدیانو په عبادتځایونو بریدونه کوي.