نیمروز کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه

عکس (ارشیف)

د نیمروز د ولایتي شورا مشر وايي، په یاد ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

باز محمد ناصر نن یکشنبه جنورۍ ۱۰ (مرغومې ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې دغه هوايي برید تیره شپه د خاشرود ولسوالۍ په «منظري» سیمه کې د افغان قواوو له خوا د وسله والو طالبانو پر یوې غونډې شوی چې د هستوګنې یو کور ته نژدې جوړه شوې وه.

د نیمروز د والي ویاند رحمت الله عمري یاده پېښه تائيد کړې، خو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

هغه امریکا غږ ته وویل چې د سیمې ییزې ادارې لخوا د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی استول شوی چې معلومه کړي یاده پېښه څنګه رامنځته شوې او څومره ملکيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دا مهاله د پېښې له ځایه یو ټپي د نیمروز مرکز زرنج روغتون ته انتقال شوی دی.

د خاشرود ولسوالۍ د ځوانانو استازي زین الله ځواک هم وايي چې په دغه برید کې د ۸ ښځو په ګډن ۱۸ تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي د پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وه چې په یو کور کې اوسېدل.

د نیمروز والي زمریالي احدي بیا ویلي چې دغه هوايي برید په سیمه کې د طالبانو پر یو مرکز شوی چې په وینا یې د دغه ډلې د سرې قطعې ۱۲ جنګیالي پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دغه هوايي برید کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ادعاو د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی استول شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت تر دا مهاله په نیمروز ولایت کې د هوايي برید په اړه تبصره نه ده کړې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.