د افغانستان دفاع وزارت: غزني کې ۴۰ پاکستاني طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په غزني ولایت کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د دغې ډلې له سلو زیاتو جنګیالیو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند احمد غفور جاوید رسنیو ته په یوې استول شوې ویډیو کې ویلي، چې د غزني په ګیلان او ناوه ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو پرضد د کومانډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال شپیته تنه طالبان وژل شوي، چې څلویښت تنه یې پاکستانیان دي.

هغه زیاته کړې، چې په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو لسګونه عرادې موټر او موټرسایلکې هم له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دغه راز ویلي، چې افغان ځواکونو د غزني ولایت په جاغوري او خوګیاڼو ولسوالیو کې هم د وسله‌والو طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات ترسر کړي دي.

هغه ویلي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۴۵ تنه وسله‌وال طالبان په جاغوري او ۱۲ نور په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په غزني کې طالب جنګیالیو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړې ده.

هغه په غزني ولایت کې د پاکستاني طالبانو د وژولو په اړه د افغانستان د دفاع وزارت ادعا پروپاګڼده بللې ده.

په غزني ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د پراخو بریدونو وروسته افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د تندر په نوم عملیات پیل کړي دي.

د غزني امنیه قوماندان غلام داود تره خیل د چهار شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې دغه عملیات په ګیلان، ناوه مقر، اندړ او قره باغ ولسوالیو کې شوي دي، چې په ترڅ کې یې د افغان دولت ۳۰۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.