د افغانستان د دفاع وزارت د فاریاب د المار ولسوالۍ سقوط رد کړ

د طالبانو له خوا د فاریاب د المار ولسوالۍ د نیولو په اړه د راپورونو له خپریدو وروسته د افغانستان دفاع وزارت د دغې ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل چې د المار ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو له حضور څخه پاکې شوي او دغې ډلې ته درنه مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

هغه وویل: "یوه پوسته چې دښمن نیولې وه، بېرته ونیول شوه او اوس ولسوالۍ د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر حاکمیت لاندې ده".

د فاریاب په المار ولسوالۍ کې دغه امنیتي پوسته له لسو ورځو راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې وه.

د افغانستان دفاع وزارت همداشان په یو بیان کې ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو د فاریاب په المار ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي دي.

په بیان کې راغلي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د المار ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړی دی او ویلي یې دي چې افغان ځواکونه په دغې ولسوالۍ کې فعال حضور لري.

د المار ولسوالۍ د سقوط په تړاو دا ضد او نقیضې څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د فاریاب امنیتي چارواکو طالبانو ته د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د سرپرست د تسلمېدو خبر ورکړی دی.

د فاریاب یوې امنیتي سرچینې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱ (کب ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمدامین پتنګ له خپلو سرتیرو سره لس ورځې د طالبانو په محاصره کې و.