په کابل کې د امریکا سفارت: انتخاباتي اصلاحاتو ته جدي اړتیا ده

ارشیف

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په انتخاباتي بنسټونو کې "د جدي اصلاحاتو" پلي کول اړین دي.

پدغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ (جنورۍ ١١) خپره شوې ویل شوي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو په هکله د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تصمیم په انتخاباتي بنسټونو کې د اداري او فني نیمگړتیاو د لرې کولو په خاطر نیول شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پدې وروستیو کې اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست انتخابات یې د دریو میاشتو لپاره شاته اچولي دي. د کمیسیون مسؤلینو ددې ځنډ دلیل د هغو تخنیکي او عملیاتي ستونزو حل کول گڼلی چې په کې بودجه، امنیت، د انتخاباتي موادو انتقال او د ژمي یخني شامله ده.

د امریکا سفارت ویلي چې "مونږ د افغانانو او د نړیوالې ټولنې سره یوځای پدې باور یو چې انتخاباتي اصلاحاتو ته جدي اړتیا ده."

په اعلامیه کې راغلي " افغانان باید د خپل مشر د ټاکلو لپاره تصمیم ونیسي او هغوی د داسې انتخاباتي بنسټونو د لرلو مستحق دي چې پر دغه بهیر د عامه باور د بیرته راجلبولو لازمه وړتیا ولري."

د امریکا سفارت پدې اعلامیه کې لیکلي چې د افغانستان په پارلماني انتخاباتو کې فني او اداري نیمگړتیاوی څرگندې وې.

د افغانستان د پارلماني انتخاباتو له ترسره کیدو درې میاشتې وروسته چې په کې د پراخو درغلیو ادعاوی شوې دي لا هم وروستۍ نتیجې ندي اعلان شوي او څرگنده نده چې نوی پارلمان به څه وخت کار پیل کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ژمنه کړې چې د اصلاحاتو د راوړلو او د انتخاباتي بنسټونو د کاري وړتیا د لوړولو لپاره هڅه کوي. خو د جمهوري ریاست د ټاکنو په نژدې کیدو سره ددغو بسټونو د وړتیا په هکله اندیښنې لاهم موجودې دي.