ملګرو ملتونو له ښځو سره د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له ښځو سره د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له دغې پدیدې سره مبارزه یووالي او ژمنتیا ته اړتیا لري.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ پنځمه) له ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو بیان کې د ټولنې له ټولو قشرونو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او ورته د رسیدنې لپاره په ځانګړي ډول د کوویډ۱۹ وبا د خپریدو په جریان کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

د یوناما په بیان کې راغلي چې د کروناویروس وبا له امله د خوراکي توکو کموالي، بیکارۍ، اقتصادي ستونزو او د ښوونځیو بندېدل له ښځو او نجونو سره تاوتریخوالی لا زیات کړی دی.

یوناما ویلي چې له ښځو سره تاوتریخوالی په نړۍ کې په ځانګړي ډول افغانستان کې په اندیښناکه وګه زیات شوی دی.

په بیان کې د یوناما د مشرې دیبرا لاینز له قوله ویل شوي: "د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې پر هغه چا چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، بلکې د هغې پرکورنۍ او ټولنې منفي اغیز کوي. دا چاره د بې وزلۍ د له منځه وړلو، دوامداره پرمختګ او د سولې پرلور هڅو پر وړاندې خنډ رامنځ ته کوي".

اغلې لاینز زیاته کړې چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د دوی بشري حقونه او د ازادیو خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ کوي.

د دغې ورځې له لمانځلو سره هم‌مهاله یوناما په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین د پیلېدو خبر هم ورکړی دی.

یوناما ټینګار کړی چې په دغه کمپاین کې به د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د مخنیوي لپاره د افغانستان له دولت، مدني ټولنې او غیردولتي بنسټونو سره په ګډه کار وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني ویلي چې له ښځو سره تاوتریخوالي په دغه هېواد کې د ښځو د فعالیتونو په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

ښاغلي غني له ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې افغان حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په ضد اساسي ګامونه پورته کړي او اړتیا ده چې د ټولنې ټول اړخونه په دې برخه کې اساسي ونډه واخلي.

هغه زیاته کړې: "د افغانستان دولت تل هڅه کړې ترڅو په دغه هېواد کې د ښځو په وړاندې پراته خنډونه له مخې پورته کړي او د هغوی د پرمختګ لپاره مناسب فرصتونه رامنځ ته کړي".

د ښاغلي غني په وینا حکومت د نظام په مختلفو جوړښتونو کې د ښځو د اغیزمن ګډون لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ قضیې ثبت شوي دي.