د ملکي تلفاتو د دوام په اړه د بشري حقونو کمېسیون اندېښنې

یاد کمېسیون وایي، په ورځ لغمان کې ۲۱ ملکیان ټپيان شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي او په ځانګړي ډول د طالبانو او افغان سرتیرو جګړو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دي.

د یاد کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ نن یکشنبه اپرېل ۴ (وري ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې د وري میاشتې پر ۱۳مه نېټه د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د دواړو لورو ترمنځ جګړه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

هغه وویل: "بدبختانه موږ د تاوتریخوالي شاهدان یو، هره ورځ دافغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ملکي وګړي قرباني کیږي."

هغه وویل چې په وروستۍ اونۍ کې ګڼ شمېر کسان په ماین چاودنو، هدفي بریدونو او هوايي بریدونو کې مړه او ټپيان شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ویاند په وینا د تاوتریخوالي ختمولو او اوربند ټینګېدل د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده او په وینا ښکېل لوري یې باید ومني.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل چې د تیرې جمعې په ورځ په لغمان، تخار، سرپل، خوست او ننګرهار کې د سرک غاړې ماین چاودنو له امله شپږ ملکیان وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یادو ماین چاودنو مسؤلیت پر وسله والو طالبانو اچولی، خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.