د بشري حقونو ډلو ایران کې د مظاهرو په تړاو د درې نورو کسانو اعدام کیدل وغندل  

آمار اعدام در جمهوری اسلامی همواره یکی از بالاترین آمارها در سطح جهان است.

د ایران د قضایه قوې په وینا نن د جمعې په ورځ مۍ ۱۹ (غوایي ۲۹) هغه درې کسان اعدام شول چې تیر کال د مهسا امیني د وژنې د غندنې په اعتراضونو کې د امنیتي ځواکونو په وژلو تورن وو؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو ډلو سخت وغنده.

د ایران د قضایه قوې خبري پاڼې ویلي چې مجید کاظمي، صالح میرهاشمي او سعید یعقوبي په «محاربه» مجرم ګڼل شوي او په وینا یې دوی تیر کال د نومبر په ۱۶ مه د اصفهان په مرکزي ښار کې په یوه مظاهره کې د امنیتي ځواکونو درې غړي وژلي دي.

ایران د ۲۰۲۲ د سپټمبر په ۱۶ مه د ۲۲ کلنې ایرانۍ کردۍ مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې د لاریونونو شاهد و. مهسا امیني د ایران اسلامي جمهوریت د حجاب له سختو قوانینو څخه د سرغړونې په تور نیول شوې وه.

د لاریونونو په ترڅ کې، چې تهران یې د بهرنیانو له خوا هڅول شوي بلوا ګڼي، په زرګونو ایرانیان نیول شوي او د لسګونو امنیتي ځواکونو په ګډون په سلګونو کسان وژل شوي.

د جمعې د ورځې په اعدام سره د مظاهرو په تړاو د اعدام شویو ایرانیانو شمېر اوو تنو ته ورسېد.

کاظمي، میرهاشمي او یعقوبي په نومبر میاشت کې ونیول شول او په جنورۍ کې په اعدام محکوم شول.

د میزان ویب پاڼې په وینا، دوی "د ملي امنیت د ګډوډولو او د داخلي امنیت په وړاندې د جرمونو د رامنځته کولو په نیت د غیر قانوني ډلو په غړیتوب" تورن شوي دي.

د ایران د قضایه قوې خبرپاڼې همداشان ویلي چې "د قضیې شواهد او اسناد او د تورنو څرګند بیانونه" ښیي چې "د دغو دریو کسانو له خوا ډزې د دریو امنیتي ځواکونو د شهادت لامل شوې".

یوه ویډیو چې د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې د تهران اوسیدونکي ښیې چې "مرګ پر اسلامي جمهوریت" او د رژیم ضد داسې نور شعارونه ورکوي.

فرانس پرس اژانس ونشو کولی چې د پلازمینې تهران د اکباتان ناحیې د ویدیو محتویات تصدیق کړي؛ کومه چې یوه متوسط عاید لرونکې سیمه ده چې په تیرو میاشتو کې یې د رژیم ضد کړنې تکرار کړې.

د دغو دریو اعدام شویو کسانو قضیو د اسټرالیا په ګډون په بهر کې هم اندیښنې زیږولي دي. د کاظمي کورنۍ یو شمیر غړي په اسټرالیا کې ژوند کوي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر دغه اعدامونه غندلي او د ایران له خلکو سره یې خپل پیوستون اعلان کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ډلو په وینا، ایران هر کال کې له چین پرته د بل هر هیواد په پرتله ډیر خلک اعداموي.

ایراني چارواکو تېر کال څلور لاریون کوونکي اعدام کړل، چې په نړیواله کچه وغندل شول.

د روان کال له پیل راهیسې، په ایران کې په بیلابیلو تورونو د اعدامونو کچه لوړه شوې ده چې د بشري حقونو د ډلو اندیښنې پارولي دي.

په ناروې کې میشت د ایران د بشري حقونو د ډلې مشر محمود امیري-مقدم وویل، وروستي اعدامونه د تهران لپاره "باید جدي پایلې ولري" او که نه په لسګونو "نور لاریون کوونکي به په خطر کې وي".

هغه په ټویټر لیکلي: "موږ باید د اسلامي جمهوریت مشران په دې پوه کړو چې د لاریون کوونکو اعدام به ونه زغمل شي."

د روانې میاشتې په پیل کې، د ملګرو ملتونو د حقونو مشر وولکر ترک سږکال د ایران د اعدامونو د "ناوړه" ریکارډ خبرداری ورکړ، چې په منځنی ډول هره اونۍ له ۱۰ څخه زیات کسان اعدام کیږي.

د بشري حقونو مدافع ډلو خبرداری ورکړی چې د توکمیزو لږکیو غړي د اعدامونو په اوسنۍ څپې کې په لوړه کچه په نښه شوي دي.