کابل ښاروال: د کرونا سره د مبارزې لپاره مو هیڅ مرسته نده ترلاسه کړې

د کابل ښاروال داود سلطانزوی وايي که څه هم دوی د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه جدي اقدامات پیل کړي، خو لکه څنګه چې لازمه ده خلک همکاري نه کوي.

ښاغلي سلطانزوی امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دوی تر اوسه هیڅ مالي مرسته نده ترلاسه کړې چې کرونا سره د مبارزې په برخه کې یې ولګوي، خو په وینا یې چې په کرونا ویروس د اخته کسانو لپاره د تجرید ۱۰ زره بستریز مرکزونه جوړیږي.

په کابل کې د خوراکي توکو د بیو لوړیدو په اړه د کابل ښاروال وايي چې دوی هڅې پیل کړي چې د احتکار مخه ونیسي او د توکو څخه د بې ځایه ګټې اخیستو مخنیوی وکړي.

د کابل ښاروال داود سلطانزوی سره د اشنا تلویزیون د خبریال وحید فیضي بشپړه مرکه دلته وګورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

سلطانزوی: د کرونا سره د مبارزې لپاره مو هیڅ مرسته ترلاسه کړې نه ده