افغانستان کې ۷۵ تنه نور په کروناویروس اخته شوي ۶ مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۷۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او شپږ تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت د جعمې په ورځ اګست۱۴مه(زمري۲۴مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۰۸ مشکوکو سپملونو معاینات شوي چې ۷۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۴ په کابل، ۳۶ هرات، ۳ پکتیا، ۱ بلخ،۴ بامیان،۲ننګرهار،۵ بادغیس،۲ لوګر،۱۲ غزني،۵ دایکندي او یوه هم په کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۵۰۶ تنو ته پورته شوو.

روغتیا وزارت ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې په دوو ولایتونو هرات او لوګر کې له کرونا ویروس څخه شپږ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۶۹ تنو ته ورسېد.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې له کرونا ویروس څخه ۴۵۲ تنه بیرته جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۷۱۶۶ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو.

د امریکا د جان هپګنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ تر دا مهاله څه باندې ۲۰میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې۷۵۵زره نور ورڅخه مړه شوي دي.