د کروناپه اړه تر ټولو معلوماتي ویبپاڼه د یو ۱۷ کلن امریکايي ځوان ده

دی وايي دا کار د خپلې علاقې او مینې په اساس کوي

په نړۍ کې د کروناویروس ترټولو مشهوره ویپاڼه یو ۱۷ کلن امریکایې ځوان " اوی شیفمن" جوړه کړې.

د ۲۰۱۹ کال د (دسمبر په ۲۹ مه) د ښوونځي زده کونکي اوی شیفمن د nCoV2019.live په نوم دا ویپاڼه جوړه کړه چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس معلومات راټولوي او بیا یې خپروي.

لږترلږه هره ورځ دیرش میلیون کسان د nCoV2019.live په نوم دا ویپاڼه ګوري.

ډیری خلک د دغه سایټ جوړونکی شیفمن نابغه ګڼي او هغه ته د لوړ معاش او قرارداد وړاندیزونه هم شوي دي.

ددې ترڅنګ شیفمن یې د ۲۰۲۰ کال د غوره شخص د ویپ جایزه هم ګټلې ده.

شیفمن وايي غواړي په هغه څه تمرکز وکړي چې خورا مهم دي.

شیفمن وايي "ما دا یوازې د یوټیوب ویډیوګانو په کتلو او د پوښتنو کولو سره کوډ کړی. او تاسو پوهیږئ ددې برنامې جوړول ډیر پیچلي ندي. مګر زه فکر کوم مهم دا دي چې هیچا پدی اړه خبرې نه کولې ما پدې برخه کې نوښت وکړ. "

شیفمن وايي کله چې دا ویپاڼه جوړه کړه فکر یې نه کاوه چې د کرونا ویروس به په وبا بدل شي او ویب پاڼه به یې په نړیواله کچه پیژندل کیږي.

شیفمن وايي "ما غوښتل چې کره معلومات او شمیری د وبا په هکله ولرم، نو کله چې زه به د چین هیواد دولتي او رسمي ویپاڼو ته تلم هرڅه به په چینایي ژبه وو او ماته ګران وو چې پری پوه شم. خبري مقالې به مې لوستلې خو ډیر به یې تازه معلومات نلرل، نو ما په دشبورد باندی کار پیل وکړ. چې د ظاهرا هم جذاب وي، په ځانګړی توګه په موبایلونو کې چي ډیر په اسانۍ سره دقیق او په وخت معلوماتونه په یو هیواد یا ټوله نړۍ کې ترلاسه کولی شی. د هغه ورځی نه وروسته تر اوسه زما ویب سایت ۷۰۰ میلیونو لیدونکې لري."

Your browser doesn’t support HTML5

د کروناویروس تر ټولو معلوماتي ویبپاڼه د ۱۷ کلن امریکایې ځوان ده

د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۱ نیټه د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس، وبا اعلان کړه.

هیوادونو د سخت قرنطین اقدامات پیل کړل، انترنټ او د ویب پاڼو لټون پیل کړ.

شیفمن په لسو کلنو کې نور ۳۰ ویب پاڼې هم جوړې کړي دي، خو د کرونا ویروس لپاره په اوسني کار باندې ویاړي.