د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ساعتونه افغانستان کې ۸۶۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي


په تیره یوه شپه او ورځ کې ۴۴ تنه بیرته روغ شوي دي.
په تیره یوه شپه او ورځ کې ۴۴ تنه بیرته روغ شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۸۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

یاد وزارت نن شنبه مې۳۰(غبرګولې۱۰) ویلي چې په تیرو ۲۳ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۲۵ مشکوکو سمپلونو معاینات تر سره شوي چې ۸۶۶ یې مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره تر دامهاله په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۱۴۵۲۵ ته ورسېد.

له یادو پېښو څخه ۴۱۱ په کابل،۱۷۷ په هرات، ۳۹ بلخ، ۳۵ننګرهار، ۲۸ پکتیا،۲۶ بادغیس،۱۹ بغلان،۲۹ تخار، ۱۰ غزني، ۱۹ لوګر، ۳ میدان وردګ،۲۷ پروان، ۱۶ کندز، ۶ پنجشیر،۱۵ کاپیسا،۲ فاریاب او ۴ بدخشان کې ثبت شوي دي.

دغه وزارت رسنیو ته په استول شوو معلوماتو کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په پکتیا، لوګر او فراه ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله درې تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۹ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه ۴۴ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۳۰۳ تنو ته ورسېد.

په افغانستان کې له تیرو لسو ورځو راهیسې په کروناویروس د اخته‌و کسانو شمېر په بې‌ساري ډول مخ په زیاتېدو دی خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې د طبي تجهیزاتو د کموالي خبرداری ورکړی دی.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهار مې۳۰ (غبرګولې۱۰) پورې ۳۶۵۰۱۱ کسان مړه کړي او نژدې شپږ میلیون نور پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG