کرونا ویروس تیرو ۲۴ ساعتونه افغانستان کې۱۷ تنه مړه کړي

دا لومړی ځل دی چې په یوه شپه او ورځ کې په دومره شمېر کسان د کرونا ویروس له امله مړه کیږي.

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنه مړه شوي او ۴۱۴ نور په اخته شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په یوه شپه او ورځ کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله په دومره شمېر کې کسان ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان روغتیا وزارت نن جمعه مې۱۵(غويي۲۶) ویلي چې په دې سره په دغه هیواد کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۶۰۵۳ او مړو شوو کسانو شمېر۱۵۳ تنو ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې له کرونا ویروس څخه ۵۴ تنه بیرته روغ شوي چې د یاد وزارت د معلوماتو په اساس د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۷۴۵ تنو ته ورسېد.

له دغو کسانو څخه یو تن په کابل، ۴ بلخ، ۲ ننګرهار، ۲ تخار، ۱ میدان وردګ،۴ بغلان، ۱ پنجشیر، ۱ پروان او یو هم په کونړ ولایت کې مړ شوی دی.

روغتیا وزارت وايي د پورته مړو شوو کسانو عمرونه له ۵۰ کلونو څخه پورته و چې د زړه، تنفسي او فشار ناروغۍ یې هم لرلې.

له یادو پېښو څخه ۱۶۲ په کابل،۱۳۲ هرات، ۱۳ کندهار، ۱۲ پکتیا، ۲۶ ننګرهار،۲ غزني،۸ لغمان، ۱ هلمند، ۱۹ سمنګان،۵ کندز، ۹جوزجان، ۶ فاریاب، ۵ زابل،۴ پکتیکا، ۲کاپيسا، ۳ باغیس او یوه هم سرپل ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې کرونا ویروس په هیواد کې په چکټۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او له خلکو څخه یې وغوښتل چې وقایوي تدابیر مراعت او له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلې ده.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د جمعې ورځې مې ۱۵(غويي۲۶) پورې د نړۍ په کچه څه باندې۳۰۲زره تنه مړه کړي او څه باندې څلور میلیونه پرې اخته شوي.