هرات کې د کرونا د تشخیص مرکز نن فعالیت پیلوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د کروناویروس د مشکوکو پېښو د تشخیص لپاره لابراتوار نن په فعالیت پیل کوي.

د دغه وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۹مه (کب ۲۹) خبریالانو ته وویل چې لا هم مشکوک سمپلونه په کابل کې تشخیص کېږي او ژر به دا پروسه په هرات کې هم پیل شي.

هغه زیاته کړه: "پس له دې به اړتیا نه وي چې سمپلونه له هرات نه کابل ته راشي چې دا هم ستونزه تر ډېره زیاته حده پورې رفع کوي".

د ښاغلي مایار پر وینا په مزار کې هم د کروناویروس د تشخیص لابراتوار چمتو شوی دی او ډاکټران ورته روزل شوي چې راتلونکې اونۍ به په کار پیل وکړي.

په ایران کې د کروناویروس ناروغۍ له پراخېدو وروسته له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې یوازې تېره ورځ لس زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو په اساس په کب/حوت میاشت کې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو شمېر څه باندې سل زرو ته رسېږي.

افغانستان کې د کروناویروس پېښې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د کروناویروس مثبته پېښه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې.

د دغه وزارت د شمېرو په اساس تر اوسه ۲۲ تنه د کروناویروس په ناروغۍ اخته شوي چې اکثره یې په هرات ولایت کې اوسېږي.

ډاکټر وحید مایار وویل چې تر اوسه په افغانستان کې له یو کس څخه بل ته د کروناویروس د ناروغي د سرایت پېښه نه ده ثبت شوې او په دې ویروس ټول اخته شوي کسان له ایران څخه افغانستان راغلي دي.

د نړۍ په کچه تر اوسه شاوخوا ۲۰۰زره کسان په کروناویروس اخته شوي او نږدې اته زره کسان مړه شوي خو ۸۲ زره ناروغانو بیرته خپل عادي روغتیايي حالت ترلاسه کړی دی.

چین، ایټالیا، ایران او هسپانیا کې تر ټولو ډېر خلک په دې ویروس اخته شوي او مړینه هم پکې ډېره ده.

افغانستان کې له ۲۲ مثبتو پېښو، تر اوسه هیڅ ناروغ خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی او د روغتیا وزارت د چارواکو پر وینا لومړنی تشخیص شوی کس هم بېرته ښه شوی دی.