د روغتیا نړیوال سازمان: کروناویروس په پراخه کچه ندی خپور شوی

د روغتیا نړیوال سازمان وایي سره له دې چې د کروناویروس د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې موندل شوی، خو لاهم په پراخه اندازه ندی خپور شوی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د ساري او پراخو خپریدونکو امراضو د برخې رئیس د سیلوي برایند، نن د فبرورۍ په څلورمه (مرغومې ١٥) په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې د کروناویروس تر اوسه په یو پراخ ناورین ندی بدل شوی.

کروناویروس تر اوسه په چین کې ۴٢٥ تنه مړه کړي او ۲۰زره نور کسان پدې ویروس اخته شوي دي.

تر اوسه د نړۍ په ٢٣ نورو هیوادونو کې ١٥٠ تنه د کرونا په ویروس باندې اخته شوي دي.

دغه ویروس له چین څخه بهر تر اوسه یو تن په فلیپین او یو بل په هانگ کانگ کې مړه کړي دي.

د کروناویروس منبع

یوه نوې څیړنه چې پرون د فبرورۍ په دریمه د "طبیعت" په ژورنال کې خپره شوې ښیي چې د چین په ووهان ښار کې د کروناویروس د جینیتیکي پلوه ٩٦ فیصده هغه ویروس ته ورته دی چې د چین په جنوب کې په ښاپیرکو کې موندل کیږي.

ددغې څیړنې له مخې کروناویروس د جینیتیکي پلوه ٨٠ فیصده ساري ویروس ته ورته دی، هغه ویروس چې په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کلونو کې یې شاوخوا ٨٠٠ تنه ووژل.

چینایي مقاماتو تر اوسه ندي موندلي چې دغه ویروس څنگه له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقال شوی و، خو داسې گمان کیږي چې په چین کې سرخلاصي بازارونه، چیرته چې اهلي او وحشي حیوانات پلورل کیږي، ښایي ددې ویروس په پراخیدو کې رول لوبولی وي.