کروناویروس؛ افغانستان کې ۱۶ تنه نور هم مړه کړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۶ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ اګست۱۱مه (زمري۲۱) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۵۷۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۰۷ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۳۱ په هرات، ۱۶ کندهار، ۱۰ بامیان، ۵ تخار، ۱ ننګرهار،۱ بغلان، ۴ بادغیس، ۳ کندز، ۱ بدخشان، ۹ دایکندي، ۱ هلمند، ۱ کونړ، ۶ فراه، ۱۶ فاریاب او ۲ په ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې د کروناویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۷۲۶۹ ته لوړ شو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره یوه شپه او ورځ په پنځو ولایتونو هرات، بلخ، بغلان، غو او فاریاب کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۴۴ تنو ته ورسېد.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۱۸۷ تنه هم بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۶۴۱۵ تنو ته پورته شوو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته نورې نړۍ ته خپور شوو.

د امریکا د جان هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۷۳۶زره تنه ورڅخه مړه شوي دي.