د کرونا بودجه کې فساد؛ ۲۲۳ شکمن کسان لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي

دمخه هم د کرونا په بودجه کې د د فساد د شتون په اړه انتقادونه شوي وو

د افغانستان پلټونکې اداره وايي چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کرونا ویروس ته په ځانګړې شوې بودجه کې د فساد په اړه په ۲۴ ولایتونو کې د دغې ادارې څېړنې بشپړې شوې دي.

د دغه ادارې مشرې غزال حارس د یکشنبې په ورځ فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۹) ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې د دوی د څېړنو پایلې ښيي چې د کرونا ویروس په بودجه کې په لوړه بیه د تجهزاتو پیرودلو، ناسم مدیریت او په دنده کې د غفلت له امله په ۲۴ ولایتونو کې ۲۲۳ تنه حکومتي چارواکي او مامورین لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

اغلې حارس زیاته کړه چې په دغو شکمنو کسانو کې د والیانو په ګډون لوړپوړي حکومتي چارواکي شامل دي.

نوموړې زیاته کړه: "تر اوسه د ۲۴ ولایتونو راپور بشپړه شوی دی، له دغو ۲۴ ولایتونو د ۱۵ ولایتونو قضیې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي. نور موارد هم تر څېړنو لاندې دي چې کوم یو یې لویې څارنوالۍ ته معرفي کیږي، ۲۲۳ تنه له ولایتونو او ۹ تنه یوازې له کابل نه لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دی."

اغلې حارس د بېلګې په ډول د ۲۴ ولایتونو په سطحه ۹۰۷۲۰۰ میلیون افغانۍ ارزیابي کړي چې د دغه ادارې له نظره په څه باندې ۳۳۰ میلیون افغانیو درمل او تجهزات د بازار له بیې څخه پورته اخیستل شوي دي.

نوموړې د افغانستان په بازارونو کې د بیو تفاوته په اشارې وویل: "په ټوله کې له یو ولایت څخه بل ولایت ته بیو کې ډير توپیر دی، مثلاً که چیري تاسو په ۲۴ ولایتونو کې محافظتي کیتونه ارزیابي کړئ، ۵۵۰ افغانیو څخه بیا تر ۹۰۰۰ افغانیو پورې اخیستل شوي دي."

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لویې څارنوالۍ هم میاشت مخکې ویلي و چې د کروناویروس بودجه کې د فساد له امله د ځینو ولایتونو قیضې دوی ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې چې تر دې مخکې هم د کرونا په بودجه کې د پیسو د حیف او میل کېدو په اړه انتقادونه شوي و.