افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر له ۲۷۵۰۰ څخه واوښت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۶۵۸ تنه په کروناویروس اخته شوي چې په دې سره په دغې ناروغۍ د اخته شویو کسانو مجموعي شمېره ۲۷زره او ۵۳۲ ته لوړه شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۲ تنه د کروناویروس د ناروغۍ له امله مړه شوي او ۱۵۰۲ تنه بېرته روغ شوي دي.

د دغه وزارت له خوا خپور شوي معلومات ښیي چې له دې شمېرې په هرات کې ۱۹ تنه مړه شوي او ۶۷۵ تنه بېرته روغ شوي، او دغه راز په کابل کې ۱۷ تنه ناروغان له دغې ناروغۍ مړه شوي او ۵۹۶ روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو له پیل راهیسې په دغې ناروغۍ د اخته شویو کسانو له شمېرې په مجموعي ډول ۵۶۶ تنه مړه شوي او ۷۶۶۰ نور بېرته روغ شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۸ هېوادونو ته ورسېده.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې (جون ۱۸/غبرګولي ۲۹) په نړۍ کې ۴۴۸زره او ۹۶۱ تنه له دغې ناروغۍ مړه شوي او له اته میلیونو او ۳۴۹زرو څخه زیات کسان ورباندې اخته شوي دي.