افغانستان کې د کروناویروس له کبله ۳ تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۷۹ تازه مثبتو پېښو د ثبتېدو او له دغه ویروس څخه د دریو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ (مرغومې ۲۹) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۴۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې له دې شمېرې ۷۹ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۵۴۰۰۰ ته پورته شوي دي.

همداشان د روغتیا وزارت په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس له امله د دریو تنو د مړه کېدو خبر ورکړی چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۴۶ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۵۴۳ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې ورسره د ټولو روغ شویو کسانو شمېر ۴۶۴۱۱ تنو ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت وايي سره له دې چې لا هم په افغانستان کې د کرونا ویروس دویمه څپه پای ته نه ده رسېدلې خو په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمیر مخ په کمېدو دی.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته په ټولې نړۍ کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۹۵ میلیونه کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې دوه میلیون نور ترې مړه شوي دي.