د لاس رسي وړ اتصالات

لاس انجلس کې د کروناویروس پیښې له یو میلیون واوښتې


د امریکا د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار او اړونده ساحه کې د کروناویروس پیښې له یو میلیون څخه اوښتې دي.

د لاس انجلس د عامه روغتیا مدیرې ډاکټز باربارا فیریر په یوه اعلامیه کې ویلي چې: «د لاس انجلس په ساحه کې د بریتانیا د کروناویروس د نوې بڼې شتون ځکه د اندیښنې وړ دی چې همدا اوس زمونږ روغتیایي سیستم د ۷۵۰۰ کوویډ۱۹ ناروغانو د بستري کیدو په وجه سخت تر فشار لاندې دی.»

د هغې په وینا لاس انجلس له هغه څه څخه چې په دوبي کې یې اټکل شوی و «په کې د مړینو او بستري شویو کسانو شمیر پنځه چنده شوی دی.»

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د امریکا متحده ایالات د کروناویروس د پیښو په خاطر په نړۍ کې لومړی ځای لري چې د یکشنبې تر ورځې جنورۍ ۱۷ پورې په کې ۲۳.۷ میلیون کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

له امریکا وروسته هند په دوهمه درجه کې دی چې لس نیم میلیون کسان په کې په کرونا وبا اخته دي. برازیل د ۸.۴ میلیون پیښو په درلودلو سره دریم دی.

د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې تر ورځې په نړۍ کې ۹۴.۵ میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې شاوخوا د یوې میاشتې راهیسې د امریکا په ګډون د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د کروناویروس ضد واکسین تطبیق پیل شوی، خو دغه پروسه تر اوسه ورو ده.

له بلې خوا ناروی وایي چې د څه دپاسه ۲۵ زاړو کسانو د مړینې علت څیړي چې د فایزر د کروناویروس ضد واکسین کولو وروسته مړه شوي دي.

د ناروی د درملو ادارې ویلي چې د ۱۳ کسانو په جسدونو باندې یې ازموینې کړي دي او څرګنده شوې چې د ډیر عمر لرونکو او زړو کسانو په مړینو کې د کروناویروس ضد واکسین جانبي عوارضو رول درلودلی دی.

خو روغتیایي مقاماتو ویلي چې دا پدې معنی ندي چې سالم او ځوان کسان دی د واکسین کولو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG