افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳۸۸۰۰ پورته شو

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کروناویروس ۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوي.

له دغه وزارت څخه د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۵) نشر شوي معلومات ښيي چې د تازه مثبتو پېښو په ثبتولو سره په افغانستان کې په کروناویروس د ټولو اخته کسانو رسمي شمېر ۳۸۸۱۵ ته لوړ شو.

د کروناویروس تازه پېښې په هرات، بلخ او کابل ولایتونو کې ثبت شوي دي. یو کس په هرات کې مړ شوی او په دې سره د کرونا له کبله تر دې دمه د ټولو مړه شویو افغانانو شمېر ۱۴۲۶ته ورسېده.

د روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې شاوخوا۳۲۱۰۰ کسان له کرونا بېرته روغ شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په وهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون شمېرې ښيي چې د سه شنبې تر ورځې سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۵) په نړۍ کې څه باندې ۲۹.۲ میلیون کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي او لږ تر لږه ۹۲۸زره نور کسان مړه شوي دي.