په کرونا د اخته کسانو شمېر څه باندې ۱.۷ میلیون ته ورسېده

کرونا په ايټالیا او امریکا کې څه باندې ۲۷زره کسان مړه کړي

د شنبې تر سهار اپریل ۱۱(وري۲۳) پورې د کروناویروس له کبله په ټولې نړۍ کې ۱۰۳۲۵۷ کسان مړه شوي او ۱۷۰۴۵۶۵ نور پرې اخته دي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د کرونا په اړه د معلوماتو ټولولو څانګه وايي چې په دغه ویروس ککړ ۳۴۳۶۳۴ نور کسان بېرته رغېدلي دي چې په دوی کې یې ځينې د ډېر عمر لرونکي کسان وو.

کروناویروس چې دا مهال په شاوخوا ۱۸۵ هېوادونو کې خپور دی، تر ټولو ډېر کسان په اروپا کې مړه کړي دي. په ایټالیا کې بیا تر نورو هېوادونو ډېر ۱۸۸۴۹ کسان دي.

په ایټالیا پسې امریکا دویم هېواد دی چې کروناویروس په کې تر ټولو ډېر ۱۸۷۷۷ کسان مړه کړي دي. امریکا کې بیا ډېر کسان په نیویارک کې مړه شوي ‌دي چې ۵۸۲۰ کیږي.

هسپانیا په درېیم کتار کې راځي چې کرونا په کې تر دې دمه ۱۶۰۸۱ کسان مړه کړي دي. په هسپانیا پسې وروسته فرانسه او برتانیا دي‌ چې په ترتیب سره کرونا په کې ۱۳۱۹۷ او ۸۹۵۸ کسان مړه کړي‌دي.

په افغانستان کې هم د دغه ویروس د تلفاتو شمېره ورځ‌ په ورځ زیاتیږي. هلته یې تر دې دمه ۱۸ کسان مړه کړي او ۵۵۵ نور پرې اخته دي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې بیا له دغه ځایه نورې نړۍ ته ورسېد. چین وايي کروناویروس هلته څه باندې ۳۰۰۰ کسان مړه کړي، خو ځینې راپورونه وایي چې ښايي لسګونه زره کسان مړه شوي وي.