د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ په امریکا کې څه دپاسه ۱۵ میلیونه کسان بیکاره شوي


په تیرو دریو اونیو کې څه دپاسه ۱۵ میلیونو امریکایانو د بې کارۍ د بیمې د امتیازونو د اخیستلو فورمې ډکې کړي دي.

د امریکا د کار وزارت د پنج شنبې په ورځ اپریل نهمه رپوټ ورکړ چې په روانه اونۍ کې د تیرې اونې په څیر څه دپاسه شپږ میلیون کسانو د بیکارۍ د بیمې د ترلاسه کولو تقاضا کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د کار وزارت اوونیز رپوټ چې په دقیق ډول د امریکا اقتصادي وضعیت په ډاګه کوي د اقتصادپوهانو هغه وړاندوینه تقویه کوي چې وایي ۲۰ میلیون امریکایان به د اپریل په میاشت کې د کروناویروس سره د مبارزې په ترڅ کې خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د کار وزارت وایي: ”کروناویروس د بې کارۍ د بیمې د درخواستونو د زیاتیدو سبب شوی دی“.

د امریکا د حکومت په وړاندیز پارلمان د مارچ په ۲۶ نیټه د دوو تریلیون ډالرو مرستې تصویب کړې چې د امریکا اقتصاد د کروناویروس د خپریدو په وجه فلج نشي.

په دغه بستې کې میلیونونو امریکایانو ته د بې کارۍ بیمې غزول او پراخول په پام کې نیول شوي چې د کروناویروس په وجه یې دندې له لاسه ورکړي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې په نړۍ کې تر ټولو زیاتې کووید۱۹ مثبتې پیښې ثبت شوي چې د پنجشنبې تر سهاره پدي هیواد کې د مثبتو پیښو شمیر ۴۳۲ زرو نه اوښتی او د مړینو شمیر ۱۴۸۰۸ تنو ته رسیدلی دی.

پرون د چهارشنبې په ورځ اپریل اتمه د کار نړیوال سازمان ویلي وو چې د کووید۱۹ کړکیچ به د ۲۰۲۰ کال په دوهمو دریو میاشتو کې په نړۍ کې د ۶.۷ فیصده کاري ساعتونو په کمیدو سره د ۱۹۵ میلیون کارګرو د پوره وخت کار په اندازه دندې له منځه یوسي.

د کار نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې په عربي هیوادونو کې به پنځه میلیونه، په اروپا کې ۱۲ میلیونه او د آرام سمندر د حوزې په هیوادونو کې ۱۲۵ میلیون کارګر چې پوره وخت کار کوي، بې کاره شي.

کروناویروس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او له هغه ځایه ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې په ټوله نړۍ کې د پنجشنبې د ورځې اپریل نهمې تر سهاره د کروناویروس څه کم یو نیم میلیون پیښې ثبت شوې دي او په نړیواله کچه ددې ویروس په وجه د مړینو شمیر له ۹۰ زرو نه اوښتې دی.

XS
SM
MD
LG