نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲.۳ میلیون واوښت، ۱۶۱زره مړه شوي

په نړۍ کې د کروناویروس د تائید شویو پیښو شمیر له ۲.۳ میلیون کسانو واوښت او په نړیواله کچه یې د مړو شمیر څه دپاسه ۱۶۱ زرو کسانو ته ورسید.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د یکشنبې تر سهار اپریل ۱۹(وري ۳۱) پورې ۱۶۱۳۳۰ کسان مړه کړي او څه دپاسه ۲۳۴۳۲۹۳ کسان پرې اخته شوي دي.

په نړیواله کچه د امریکا متحده ایالات د نورو هیوادونو په پرتله د کروناویروس زیات ځپلی چې د مړو شمیر یې له ۳۹ زرو څخه اوښتی او څه دپاسه ۷۳۵ زرهنور پرې اخته دي.

له امریکا وروسته ایټالیا ده چې د کروناویروس په وجه د مړو شمیر یې ۲۳۲۲۷ تنو ته رسیږي او اوسمهال پدې هیواد کې څه کم ۱۷۶ زره کسان پدې ویروس اخته دي. د ایټالیا نفوس څه دپاسه ۶۰ میلیونه دی چې ددې هیواد د جمعیت په کچه د مړو دغه شمیر ډیر زیات دی.

د ایټالیا پسې د هغې ګاونډی هیواد اسپانیا ده چې په نړیواله کچه د کروناویروس د خپریدو له کبله په دریمه درجه کې راځي. پدې هیواد کې د یکشنبې د ورځې تر سهاره ۲۰۶۳۹ کسان کروناویرس مړه کړي او ددې هیواد څه دپاسه ۱۹۴ زره کسان پرې اخته دي. د اسپانیا نفوس څه کم ۴۷ میلیونه دی.

ورپسې بل اروپایي هیواد فرانسه ده چې د دواړو ایټالیا او اسپانیا سره ګډه پوله لري. په فرانسه کې تر اوسه څه کم ۱۵۳ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او ۱۹۳۲۳ کسان پرې مړه شوي دي.

همداشان جرمني کې د اپریل د ۱۹ سهار پورې ۱۴۳ زره کسان په کرونا اخته وو او تر اوسه پدې هیواد کې ۴۵۳۸ کسان پدې ویروس مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې تر نن یکشنبه اپرېل۱۹ (وري۳۱) پورې پدې هیواد کې ۹۹۶ کسان په کرونا اخته شوي چې زیاتې پیښې یې په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې دي. تر دا مهاله ۳۲ تنه مړه شوي او ۱۳۱ نور بیرته له دغه ویروس څخه روغ شوي دي.

د افغانستان په ګاونډي هیواد پاکستان کې ۷۹۹۳ کسان پدې ویروس اخته دي او ۱۵۹ کسان یې مړه شوي.

په ایران کې څه ۸۱ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او تر اوسه پدې هیواد کې ددې وجې د مړو شمیر ۵۱۱۸ تنو ته رسیدلی دی.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.