امریکايي متخصصین: له کوویډ۱۹ رغېدلي شاید یو کال په دغه ویروس اخته نشي

په امریکا کې د ناروغیو د وقایې او کنترول مرکزونو ویلي چې روغ شوي کسان تر دریو میاشتو پورې له کروناوېروس څخه خوندي دي

یو امریکايي متخصص وايي هغه کسان چې د کوېډ-۱۹ ناروغي یې تېره کړې وي، ښايي یو کال پدغې ناروغۍ بیا اخته نشي.

په امریکا کې د ناروغیو د وقایې او کنترول مرکزونو ویلي چې روغ شوي کسان تر دریو میاشتو پورې له کروناوېروس څخه خوندي دي.

له بلې خوا، په امریکا کې د درملو او خوړو ادارې یوه پخواني چارواکي ډاکټر سکاټ ګاتلېب د سي بي اېس تلوېزیون ته ویلي چې ښايي روغ شوي کسان د شپږو میاشتو او یو کال ترمنځ موده کې بیا په کوېډ-۱۹ اخته شي.

ډاکټر ګاتلېب زیاته کړې چې دا اټکل بدلېدونکی دی: "یو شمېر کسان به لږ خوندیتوب ولري او ځېنې نور لږ څه زیات. دوي چې توانېدلي د خلکو خوندیتوب مستند کړي نو دا پخپله یو ښه زیری دی."

دغه امریکايي متخصص خبرداری ورکړی چې ډاکټران د کرونا ویروس په اړه تراوسه هم زیات معلومات نه لري.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان څه موده مخکې ویلي وو چې هېڅ داسې نښې نښانې نشته چې له مخې یې یو کس په کوېډ-۱۹ له اخته کېدو وروسته بیا پر دغې ناروغۍ اخته نشي.

په امریکا کې څه کم ۱۷۰ زره کسان د کروناوېروس له کبله مړه شوي دي. د واشنګټن پوهنتون متخصصینو اټکل کړی چې د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دغه شمېر ۱۸۶زرو او د ډسمبرتر لومړۍ نېټې پورې به څه باندې ۳۹۰ زرو ته اوچت شي.

په امریکا کې څه باندې ۵.۲۵ میلیون کسان په کروناوېروس اخته شوي دي. چارواکي ندي توانیدلي چې زیات شمېر خلک د ماسک تړلو او د فزیکي واټن مراعاتولو ته وهڅوي چې د دغه ویروس د خپرېدو مخه ډب شي.