کرونا په ایران کې ۱۴۹ نور کسان هم مړه کړل

ایران درېیم هېواد دی چې کرونا په کې ډېر کسان مړه کړي

په ایران کې چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ (مارچ۲۰) لږ تر لږه ۱۴۹ نور کسان هم د کرونا له کبله مړه شوي دي.

له دغو کسانو سره په ایران کې تر دې دمه د کروناویروس له کبله د مړو شمېر ۱۴۳۳ ته ورسېد.

د ایران د عامې روغتیا د وزارت مرستیال علي رضا رییسي وویل چې په ایران کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۳۷ نور کسان هم د کروناپه ویروس اخته شوي دي. په ایران کې ټولټال ۱۹۶۴۴ کسان تر دې دمه په دغه ویروس اخته دي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو وار بیا ټېنګار کړی دی چې د ایران له خلکو سره به مرسته کوي.

ښاغلي پمپیو د نوي هجري شمسي کال د مبارکۍ په پيغام کې ویلي دي چې هېواد یې د کرونا له کبله په ایران کې د خلکو په مړینې خواشینی دی او په دغه سخت حالت کې د ایران له خلکو سره د بشري مرستو په اړه یې ژمنه په خپل ځای ده.

کروناویروس تر ټولو ډېر ۳۴۰۵ کسان په ایټالیا کې مړه کړي دي. په چین کې چې دا ویروس په لومړی ځل په کې خپور شو تر دې دمه ۳۲۴۲ کسان ه مړه شوي دي. ایران درېیم هېواد دی چې د کرونا له کبله ډېر تلفات لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې(مارچ۱۹) په ټولې نړۍ کې ۲۰۹۸۳۹ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي او ۸۷۷۸ نور کسان مړه شوي دي.