ډبلیو اچ او:کرونا وبا د ۱۴.۹میلیون انسانانو د مړینې لامل شوې

د روغتیا نړیوال سازمان وايي هېوادونه باید د روغتیا په سیستمونو پانګونې وکړې

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کرونا ویروس د ۲۰۲۰ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۱ د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په ټولې نړۍ کې ۱۴.۹ میلیون انسانان مړه کړي دي.

دا ارقام له حده زیات بلل شوي، د روغتیا نړیوال سازمان وايي د مړه شویو کسانو ۸۴ سلنه یې په جنوب-ختیځې اسیا، اروپا او امریکا کې وو.

دغه سازمان وايي‌ چې په مړه شویو کسانو کې د نارینوو شمېر زیات دی چې ۵۷سلنه کېږي او ۴۳ یې ښځې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس په ۱۴.۹ میلیون مړه شویو انسانانو کې د مسنو خلکو د مړینې اندازه هم زیاته ده.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم غیبروس نن پنجشنبه مۍ پنځمه (غوايي۱۵) وویل: «دا اندېښمنونکي ارقام یوازې د وبا اغیز نه په ګوته کوي، بلکې د ټولو هېوادونو لپاره دا اړتیا هم په ګوته کوي چې د روغتیايي معلوماتو د سیستم په ګډون په قوي صحي سیستمونو پانګونې وکړې چې په بحرانونو کې ضروري روغتیايي خدمتونه ثابت ساتلای شي.»

نوموړي وویل د دوی سازمان ژمن دی چې «له ټولو هېوادونو سره کار وکړي چې روغتیايي معلوماتي سیستم قوي کړي چې د ښو پرېکړو او ښو نتایجو د ترلاسه کولو لپاره معلومات» ترتیب کړای شي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې پیدا شو او ژر ټولې نړۍ کې خپور شو او دا مهال میلیونونه انسانان پرې اخته هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د دغه ویروس د مخنیوي لپاره واکسینونونه تولید شوي او میلیونونه انسانان واکسین شوي دي.