د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کابینې او کانګرس یو شمیر غړي په کرونا اخته شوي


د جمهور رئیس جوبایډن د کابینې حد اقل دوه غړي او څو تنه قانون جوړونکي په یوه ځانګړي فیستیوال کې تر ګډون وروسته په کرونا اخته شوي دي.

دغو جګپوړو چارواکو تیره اوونۍ په واشنګټن ډي سي کې د Gridiron Club په کلني کمیډي فیستیوال کې برخه اخیسته وه.

دغه کلنی پروګرام له دوو کلونو وروسته ترسره شو کوم چې پکې جګپوړي سیاسي څیرې، د رسنیو استازي، دیپلوماتیکې څیرې او تجاران ګډون کوي.

د امریکا عدلیې وزارت د چهار شنبې په ورځ اپریل ۶ (وري ۱۷) اعلان وکړ چې ۶۹ کلن لوی څارنوال میرک ګارلنډ چې په دې محفل کې ګډون کړی وو هم په کرونا اخته شوی دی.

د یاد هیواد د سوداګرۍ وزارت هم ویلي ‌دي چې د تجارت د ۵۰ کلنې وزیرې میرمن جینا رایمونډو د کرونا نتیجه هم مثبته راغلې ده.

واشنګټن پست ویلي دي چې حد اقل دوه دیموکرات قانون جوړونکي‌ هم چې په دې محفل کې یې ګډون کړی وو په کرونا اخته شوي دي او د څو خبریالانو او د سپینې مانۍ د کارکوونکو نتیجې هم مثبتې راغلي دي.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن ددې محفل په ماښامنۍ کې ګدون نه وو کړی خو یو ویډیویي پیغام یې ورته استولی وو.

امریکا کې د کرونا د پيښو کمیدل

متحدو ایالتونو په روغتونونو کې د کروناویروس د ناروغانو شمیر ددغه ویروس د لومړیو ورځو په نسبت خپل ټیټ حد ته رسیدلی دی.

راپورونه وایي چې په تیرو دوو میاشتو کې د کویډ۱۹ له امله په روغتونونو کې د ناروغانو شمیر څه باندې ۹۰ سلنه کم شوی دي.

په یو شمیر روغتونو کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال د لومړيو راپدیخوا په عاجلو خونو کې په ورځو ورځو اند یو ناروغ هم نه وي.

اوس تمه کیږي‌ چې په روغتونونو کې به د کویډ د ناروغانو په کمیدو سره د نورو ناروغیو د مریضانو د عاجلې درملنې زمینه مساعده او لګښتونه راکم شي.

XS
SM
MD
LG