د افغانستان نه د امریکایي عسکرو سمدستي وتل د کورنۍ جګړې سبب کیږي - رپوټ

د کړکېچ نړیوالې ډلې د افغانستان نه په بېړه د امریکایي ځواکونو د وتلو له امله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام کېدای شي یو ځل بیا د کورنۍ جګړې سبب شي.

په واشنګټن کې مېشتې ډلې په یو تازه رپوټ کې لیکلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل هغه موضوع ده چې نه په افغانستان او نه هم په سیمه کې ملاتړي لري.

په رپوټ کې راغلي دي"ګاونډیان او د افغانستان په چارو کې نور ښکېل هیوادونه په ځانګړې توګه ایران، پاکستان، روسیه او چین، ټول غواړي چې امریکا بالاخره له افغانستان نه ووځي، خو هېڅ یو یې په بېړه د امریکایي قواو د وتلو پلوي نه دی."

امریکايي سرتېري‌ په افغانستان کې

رپوټ زیاتوي،"کله چې هغوی دا ډاډ ترلاسه کړي چې واشنګټن د اسیا په جنوب کې د خپل ستراتیژیک شتون نه لاس اخلي، ښایي «په افغانستان» کې د امریکا د دیپلوماسۍ نه ملاتړ ته لېواله شي".

د طالبانو سره د مذاکراتو د هڅو په چټکېدو سره په‌دې وروستیو کې جمهور رئیس ډونالد ټرمپ تصمیم ونیو چې له افغانستان څخه خپل نمیایي ځواکونه وباسي.

د جمهور رئیس ټرمپ دغه تصمیم چې د سوریې نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو له پرېکړې وروسته اعلان شو په کابل او د واشنګټن په ځینو سیاسي کړیو کې یې اندېښنې رامنځته کړې.

د امریکایي لوړپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور لندسي ګراهام، په ګډون یو شمېر امریکایي سیاستوالو له افغانستان څخه د قواو د ایستلو په هکله خبرداری ورکړی دی.

سناتور ګراهام په هغه سفر کې چې افغانستان ته یې درلود وویل چې له افغانستان نه له وخت مخکې وتل کېدای شي د سپتمبر د یوولسمې په څېر پېښو ته زمینه برابره کړي.

امریکايي سرتېري

د بحران د نړیوالې ډلې په رپوټ کې ویل شوي چې ٢٠١٨ کال د افغانستان لپاره تر بل هر وخت مرګونی کال و.

د رپوټونو له مخې په روان کال کې د دې هېواد په جګړو کې د ملکي وګړو، پوځیانو او مخالفو جنګیالیو په ګډون څه دپاسه ۴٠ زره کسان مړه شوي دي.

دغې ډلې په خپل رپوټ کې لیکلي چې طالبان اوس نیم افغانستان کنټرولوي، په‌ دغو شرایطو کې دغه ډله ټینګار کوي چې د طالبانو سره د سولې د هڅو سربېره واشګټن باید د افغانستان نه په بېړه وتلو او یا د قواو په راکمولو سره په‌دې هېواد کې وضعیت نور هم پېچلی نه‌کړي.

د بحران ډله وایي، په‌داسې حال کې چې د نړۍ د مشرتابه لپاره د امریکا مقام په کم رنګه کېدو دی، زیات شمېر هېوادونه هڅه کوي په سیمه ییزو لانجو کې په مداخلې سره خپل نفوذ پراخ کړي.

دې ډلې د نړۍ لس کړکېچونه یاد کړي چې لومړی یې یمن او بیا د افغانستان لانجه ذکر کړې ده.

همداشان په دې لست کې د امریکا او چین سیالۍ، د سعودي عربستان – امریکا - اسرائیل او ایران اړوند مسایل، سوریه، نایجریا، جنوبي سوډان، کامرون، اوکراین او د وینزویلا لانجې یادې شوي دي.