د کیوبا ولسمشر د فلسطینیانو په ملاتړ مظاهره وکړه

د کیوبا ولسمشر میګل دیاز کنیل د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) د فلسطینیانو په ملاتړ د یوې لویې مظاهرې مشري وکړه.

نوموړي په دغې مظاهرې کې د فلسطین بیرغ له ځان سره لېږدوه او په متحدو ایالتونو یې انتقاد وکړ چې د اسرائيل حمایت کوي.

د کیوبا د کورنیو چارو وزارت په خپل ایکس حساب کې په یو پیغام کې لیکلي دي چې په دغې مظاهرې کې ۱۰۰زره کسانو برخه اخیستې وه او د ځوانانو ټولنو برابره کړې وه. وایي دا مظاهره یو ساعت روانه وه.

د هوانا پوهنتون یو محصل کرستینا دیاز چې په مظاهرې کې یې برخه اخیستې وه وویل: «د دغې مظاهرې ګډونوال ځوانان په فلسطین باندې د بریدونو د درېدو غوښتونکي دي.»

د کیوبا ولسمشر له خپلې میرمنې او نورو لوړ پوړیو حکومتي مقاماتو سره یو ځای د مظاهرې په سر کې ولاړ وو.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل. اسرائيلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي‌دي.

په غزه کې د حماس حکومت وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې نژدې ۱۵۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. کومې خپلواکې منبع دا ارقام تائید کړي نه دي.

متحدو ایالتونو د حماس دا بریدونه غندلي او ویلي دي چې اسرائيل له ځان څخه د دفاع حق لري او ولسمشر بایډن ژمنه کړې چې اسرائیل ته به هر ډول پوځي مرستې برابروي، خو د فلسطینیانو د کړاوونو او دردونو په هکله یې هم غمرازي کړې ده.

بایډن دا خبره هم کړې ده چې غزه او لویدیځه غاړه باید د فلسطین د یوې نوې ادارې تر واک لاندې راشي، هغه په یوې مقالې کې چې تېره اونۍ واشنګټن پست خپره کړې همدغه راز ویلي دي چې د سولې لپاره او د دوو دولتونو (اسرائیل-فلسطین) د حل لارې لپاره کار کوي.

په کیوبا کې څو ځلې د فلسطینیانو په ګټه مظاهره شوې ده، خو دا تر ټولو لویه بلل کېږي. یو فلسطیني ۲۲ کلن محصل عصام الداودیه د کیوبا د خلکو څخه د مننې تر څنګ وویل: «دوی تل د فلسطین ننګه کړې ده.»