د سرطان د نوې 'اغیزمنې' درملنې دپاره د امریکا او جاپان د شرکتونو تړون

دا درمل په سرطان اخته ناروغ په وجود کې روغو حجرو ته له زیان رسولو پرته د سرطان پر حجرو برید کوي.

د جاپان د درملو جوړولو شرکت دایچي سانکیو او د امریکا د درملو جوړولو ستر شرکت مرک د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) د سرطان د "اغېزمنو" درملو جوړولو دپاره د ۲۲ میلیارد ډالرو تړون لاسلیک کړ

د دایچي سانکیو له خوا جوړ شوي درې ډوله درمل د (Antibody-Drug Conjugates) په نوم یادیږي او په سرطان د اخته ناروغ په وجود کې روغو حجرو ته له زیان رسولو پرته پر سرطاني حجرو برید کوي.

مرک شرکت به د جاپان دایچي شرکت ته د دغو درملو د پلور د حق دپاره دا پیسې تادیه کوي. ددغه تړون له اعلان وروسته د جمعې په ورځ د جاپان د دایچي سانکیو د شرکت د اسهامو ارزښت شاوخوا ۱۸ سلنه لوړ شو.

د دواړو شرکتونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا قرارداد به د سرطان د درملو په جوړولو کې د جاپان د دایچي شرکت د تجربې او د انکولوژي او کلینیکي ظرفیتونو د پراختیا په برخه کې د امریکا د مرک شرکت د تجربي په مټ، په نړۍ کې د سرطان د مختلفو ډولونو ناروغانو دپاره اغېزمنو درملو ته لاسرسی اسانه کړي.

دواړو شرکتونو پرېکړه کړې چې دغه درمل په ګډه تولید او په نړیواله سطحه بازار ته وړاندې کړي.

د دې شرکتونو چارواکو ویلي چې د دغو درې درملو د جوړولو چارې په مختلفو مرحلو کې دي، او ټاکل شوې ده چې د خرڅلاو دپاره یې راتلونکی کال د امریکا تصدیق ترلاسه شي.

د مرک اجرائیوي رئیس رابرټ ډیویس په یو بیان کې وویل: "د دایچي سانکیو ساینس پوهانو مخکښ کار د ADCs خورا پراخه ظرفیت روښانه کړی ترڅو د سرطان ناروغانو لپاره اغېزمن درمل چمتو کړي... موږ دغې همکارۍ ته سترګې په لار یو ترڅو په ټوله نړۍ کې د سرطان ناروغانو ته زموږ د ګډ مسئولیت له مخې، د سرطان د درملنې دپاره نوي اغېزمن درمل وړاندې کړو."

دایچي همدارنګه د اینهیرټو (Enhertu) په نوم درملو پلورلو دپاره د بریتانیې د اسټرا زینیکا درمل جوړولو شرکت سره تړون کړی دی. دا درمل د سینې د سرطان د ناروغانو په ژوندي پاتې کیدو کې مرسته کوي.

دایچي او اسټرا زینیکا شرکتونو ویلي چې د سږو او سینې د سرطانونو د لا اغیزمنو درملو د جوړولو دپاره ګډ کار کوي.