دانش: د دوحې تړون کې د افغانستان د راتلونکي ثبات په اړه تضمین نشته

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د ۲۰۰۲ کال په فبروري میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شو

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، که د امریکا او طالبانو توافقنامه ونه ارزول شي د سولې بهیر به د لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه فبروري لسمه (سلواغې ۲۲) په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر پدرو شیرر، سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

سرور دانش ویلي چې یاده توافقنامه په خاصو شرایطو کې په بېړي سره لاسلیک شوې چې په وینا یې په دغه سند کې د افغانستان د راتلوونکي ثبات او په را تلوونکي کې د سولې ټینګېدو په اړه هیڅ تضمین نشته.

د جمهوري ریاست له دوهم معاونیت څخه په خپره شوې اعلامیه کې د سرور دانش له قوله راغلي: "که چیري د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې توافقنامه په اساسي ډول بیا ونه ارزول شي، د سولې بهیر به د لا زیاتو ستونزو سره مخ شي."

هغه ویلي چې د افغان حکومت او خلکو تمه دا ده چې نړیواله ټولنه او په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات دغه هوکړې ته بیا کتنه وکړي، د دانش په وینا که داسې ونه شي تاوتریخوالی به نور زیات شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې ادارې مشر پدرو شیرر، هم په دوحه کې د سولې مذاکراتو بندېدو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د ۲۰۰۲ کال په فبروري میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شو.

خو د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر روانه میاشت وویل چې د امریکا حکومت دغه توافقنامه ارزوي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په وینا اوس مهال په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات ځنډېدلي دي.

تیره ورځ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم وویل چې د وسله والو طالبانو اکثره غړي په بهرنیو سفرونو وتلي او په وینا یې پاتې کسان یې د سولې خبرو پر مخ وړلو سره مرسته نشي کولی.