پارلمان ته تگ به د پي ټي ایم په گټه وي- محسن داوړ

د پښتون ژغورنې تحریک مشر محسن داوړ د ځینو پلویانو هغه اعتراضونه رد کړي چې په انتخاباتو کې برخه اخیستل به تحریک ته تاوان وکړي

د پي ټي ایم یو مشر محسن داوړ وایي چې که په انتخاباتو کې کامیابه شو نو د پښتون ژغورنې د څوکاټ نه چې کومه مبارزه کوي، هغه به په پارلمان کې وکړي. هغه د ځینو ملاتړو هغه اندیښنې ردوي چې په انتخاباتو کې برخه اخیستل به یې تحریک ته تاوان ورسوي.

د پي ټي ایم د دریو مشرانو نه یې دوه محسن داوړ او علي وزیر په راتلونکي پارلماني انتخاباتو کې برخه اخلي.

پام وکړۍ د محسن داوړ سره د امریکا غږ د همکارې نزرانې یوسفزۍ پوره مرکې ته

Your browser doesn’t support HTML5

محسن داوړ په انتخاباتو کې د برخه اخیستلو په اړه