د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرې مو پریږدئ کنه مذاکرات نه کوو - پي ټي ایم حکومت ته


د پښتون ژغورنې تحریک PTM د پاکستان حکومت ته خبردارې ورکړیدی چې د هغوي نیول شوې ملاتړې دې د سبا پورې پریږدي کنه د جرگې سره نورې خبرې نه کوي.

د پښتون تحریک یو مخکښ مشر محسن داوړ دغه اعلان په خپل فیسبک د یوې ویډیو د لارې کړیدی.

ښاغلي داوړ په خپله وینا کې وویل "جرگې مونږ ته د حکومت لخوا دا پیغام راکړ چې تاسو د رزمک راتلونکي غونډه لغوه کړئ او مونږ به د دغه په بدل کې د پښتون تحریک نیول شوي ملاتړي ازاد کړو. پدی موافقه وشوه." خو ښاغلي داوړ زیاته کړه چې په اسلام اباد کې یې د ملگرو ضمانت رد شو او په میر علي کې یې هم د هغوي ملگري لا په بند کې ساتلې.

هغه خبرداری ورکړ "که د سبا پورې زمونږ ملگري پرینه ښودل شول نو مونږ به دا وگڼو چې د حکومت په نظر کې د جرگې هیڅ اهمیت نشته او د دغه جرگې سره به نور مزل کول ناممکنه وي."

د یادونې وړ ده چې د پي ټی ایم مشر منظور پښتین هم په خپل فیس بک خبرداری ورکړیدی چې ملگري دې یې پریښودل شي.

د پښتون ژغورنې تحریک وایي چې په اسلام اباد کې یې ٣٧ تنه ملگري نیول شويدي چې پرون د سه شنبې په ورځ په هغوي کې په ځینو د ترهگرۍ دعوی وشوه.

په اسلام اباد کې په نیول شوو محصلینو د ترهگرۍ د قضیې ضد په ټولنیزو رسنیو عکس العمل ښودل شوی او پدغه لړ کې په ټویټر یو هیش ټیگ #ReleasePTMActivists یعني د پي ټي ایم ملاتړۍ پریږدئ،پیل شویدی.

د عوامي نیشنل گوند مرکزي مشر افراسیاب خټک په خپل ټویټر لیکي

"طالبان چې په وانا کې په خلکو حملې کوي او وژنې یې، هغوي ته څوک څه نه وايي. خو پښتانه محصلین چې په اسلام اباد کې یې سوله ایز احتجاج کاوه، په هغوي د ترهگرۍ قضیه کیږي."

د ټویټر یو بل کارونکي سلیم خان لیکلي چې د تح‏ریک ملاتړي ازاد کړئ او د مذاکراتو لپاره ټاکل شوې جرگه ختمه کړئ. هغه وایي چې دغه جرگه یواځې لدې لپاره ټاکل شویده چې د پښتون تحریک غړي په بیکاره خبرو کې مصروفه وساتي. ځکه د هغه په قول جرگه هیڅ ډول قدرت نلري چې کوم ډول پریکړه وکړي.

د پاکستان حکومت د پي ټي ایم سره د مذاکراتو لپاره د اپریل په میاشت کې یوه جرگه وټاکله چې پکې د خیبر پښتونخوا گورنر او وزیراعلی هم شامل دي.

پي ټي ایم دا هم اعلان کړی و چې د جون په ٢٢ به د جرگې سره بیا مذاکراتو ته کیني خو محسن داوړ امریکاغږ ته وویل چې که ملگري یې ازاد نه شول نو دغه غونډه به لغوه کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG