په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۷ ته لوړ شو.
د افغانستان سیاسي استازولیو دا بریدونه په کلکه غندلي دي.
د خوست په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شبیر احمد عثماني نن یکشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) د فرانسې خبري اژانس ته وویل: « د ډیورېنډ کرښې ته نژدې په خوست کې د پاکستان په هوايي برید کې ۴۱ کسان وژل شوي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي او ۲۲ نور زخمیان شوي.»
نوموړي وویل چې دا برید د شنبې په ورځ شوی دی. د طالبانو د حکومت دوو نورو مقاماتو هم په خوست کې د وژل شویو کسانو شمېر تائید کړی دی.
یو بل طالب چارواکي بیا ویلي دي چې په کونړ کې د پاکستان د هوايي ځواکونو په بل برید کې شپږ نور ولسی خلک وژل شوي دي.
له افغانستان څخه د باندې افغان سیاسي استازولیو دا بریدونه غندلي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي دي چې په دې اړه اقدامات وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ دفتر هم په خپل ټویټر کې دا برید غندلی او دا یې په افغان خاورې یرغل بلل یدی.
Statement of Diplomatic Missions of the Islamic Republic of Afghanistan on the Bombardment of Afghanistan’s Territory by Pakistani Military Forces. pic.twitter.com/MEAXnrNAak
— Embassy of Islamic Republic of Afghanistan-Seoul (@AfghanistanInKR) April 17, 2022
د پاکستان پوځ د دغو هوايي بریدونو په اړه لا تر دې دمه کومه تبصره نه ده کړې خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي دي چې د هغو اور پکو په ضد «جدي اقدامات» وکړي چې له «افغان خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه» کوي.
طالبان دا خبره نه مني چې ګنې دوی دې د پاکستان ضد عناصرو او یا پاکستاني طالبانو ته دې پناه ورکړې وي.
د طالبانو حکومت د پاکستان د هوايي ځواکونو دا برید غندلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې پاکستان دې بیا «اشتباه نه تکراروي او د افغانانو حوصلې دې نه ازمايي» چې په خبره یې بدې پایلې به ولري، خو نه یې دي ویليچې څه ډول بدې پایلې.
دا لومړی ځل دی چې په ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د پاکستان پوځ په خوست او کونړ باندې هوايي بریدونه کوي.
په همدې حال کې یوناما ویلي دي چې په دغو بریدونو کې د ولسي تلفاتو له راپورونه خبر شوي او په اړه به یې پلټنې وکړي.
په ټولنیزو رسنیو کې اکثریت افغانانو د پاکستان دا بریدونه غندلي، هغه یې په افغان خاورې باندې د «پاکستان ښکاره تیری بللی» او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي دي چې په ضد اقدامات وکړي.