پوتزل: پر ښځو د بندیزونو دوام به تل له نړۍ سره د طالبانو په اړیکو سیوری غوړولی وي

د یوناما سیاسي مرستیال مارکوس پوتزل (ارشیف)

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" مرستیال وايي که پر ښځو باندې محدودیتونه همداشان دوام ولري نو نړیوالې ټولنې سره به د طالبانو اړیکې هم هیڅکله ښې نشي.

مارکس پوتزل، د ملګروملتونو د رسنۍ (UN News) سره په مرکه کې، چې د سه شنبې په ورځ جولاۍ څلورم( چنګاښ ۱۳) خپره شوې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی، چې په کې نجونې د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د زده کړو اجازه نلري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار کړی، چې دا مسله د بحث لپاره کومه وسیله نه ده، د همدې له امله باید دا محدودیت ژر لیرې شي.

ښاغلي پوتزل ویلي: "زه باور لرم، چې د طالبانو په ګډون د افغانستان اکثره خلک ددغو احکامو مخالف دي. هغوی د نجونو د زده کړو پلوي کوي. ما تراوسه د طالبانو هیڅ داسې رسمي چارواکي سره نه دي لیدلي، چې هغه ښوونځیو یا پوهنتون ته د نجونو د منع کیدو د احکامو سره موافق اوسي."

د یوناما د سیاسي څانګې د مرستیال په باور د طالبانو دا ډول احکام د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په زیان دي د همدې له امله باید نجونې او ښځې نظر څرګند کړي او په ټولنه کې د ویلو لپاره یو څه ولري.

پوتزل ویلي: "حاکم چارواکي باید دا بندیز هرڅومره ژر چې کیږي لغوه کړي، ددې پرته د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ به په اړیکو کې یو سیورې موجود وي."

همداشان ښاغلي پوتزل ویلي، چې د طالبانو مشر او د هغه نږدې کړۍ "د مذهبي دلایلو او کلتوري روایتونو یو ترکیب" د دغو اوامرو د عملي کیدو لپاره وړاندې کوي، په داسې حال کې، چې د مذهبي دلایلو له مخې هیڅ کوم بل اسلامي هیواد پر ښځو باندې داسې کوم ممنوعیت نه دی لګولی.

د یوناما مرستیال وویل: " قران شریف وايي اقرا یعنی ولولئ. دا (امر) ټولو خلکو ته سړي، ښځې هلکان او نجونې لوستلو، لیکلو او یادولو ته هڅوي او د فرهنګي پلوه په دې هیواد کې د نجونو او د هلکانو د زده کړو سنت له وړاندې شته دی."

د پوتزل په وینا جمهوري رژیم کې هره نجلۍ ښوونځي ته نه تلله. په لیرو پرتو سیمو کې ورته داسې فرصت چمتو نه و، خو اساسي قانون او نورو قوانینو هغوی ته ددی حق ورکړی و، چې اوس داسې کوم حق نشته دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلووروسته په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي. نږدې دوه کاله کیږي، چې په دغه هیواد کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګیدلی او د تیر۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې وروسته په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې د زده کړو څخه محرومې شوي دي.

ددې سربیره د طالبانو حکومت د ملګروملتونو او غیر دولتي ادارو په ګډون په دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو حکومت ښځې پارکونو، حمامونواو ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او د کور څخه بهر د حجاب د اغوښتلو ترڅنګ یې په اوږدو سفرونو کې پر ښځو باندې د محرم شتون شرط هم لګولی دی.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو د حکومت دا اقدامات د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک جنسیتي تبعیض یاد کړی او د طالبانو څخه یې ددغو ټولو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتني کړي دي .

خوطالبانو تراوسه د نړیوالې ټولنې دغې غوښتني ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.