په داسې حال کې چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او په نورو برخو کې هم د ښځو په کار او مشارکت کلک بندیزونه لګول شوي، د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاه ادعا کوي چې د ښځو «ټول شرعي حقوق» تامین شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې نن یکشنبه جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه)د دغې ډلې مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب د لوی اختر پیغام خپور کړی دی.
ملا هبت الله په دغه پیغام کې د ښځو او نړۍ سره د اړیکو په ګډون په بېلا بېلو مسائیلو غږېدلی دی. اخندزاده پرته له دې چې د نجونو او ښځو په زده کړو او کار د بندیز یادونه وکړي، ویلي دي چې د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره یې لازم اقدامات کړي او د «اسلامي حاکمیت» له راتګ وروسته «د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼو رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په خاطر لازم اقدامات ترسره شوي دي، ټول شرعي حقوق يې تأمین» شوي دي.
ده نه دي ویلي، چې څومره نجونې او ښځې جبرا په نکاح شوې او یا په بدو کې ورکړل شوې چې طالبانو یې مخه نیولې ده.
د طالبانو مشر همدغه راز په خپل اختریز پیغام کې ویلي دي چې «د ټولنې د نیمې برخې په حیث د میرمنو اصلاح، حجاب، عفت، له اختلاط څخه مخنیوی» شوی دی او په ادعا یې «د ښځو د بې حجابۍ او ګمراهۍ اړوند د تېرو کلونو د شل کلن اشغال منفي تأثیرات» په ختمېدو دي او د ده په خبره د« باعزته انسان په حیث د میرمنو حیثیت اعاده شوی» دي.
خو ده نه دي ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو «بي حجابۍ او ګمراهۍ» څه وي. طالبانو د خپلو ژمنو په خلاف، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د نجونو لپاره متوسطه او عالي لېسې او پوهنتونونه وتړل. د روغتیا او معارف په برخو کې له یوې خاصې استثنی پرته یې په نورو ټولو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت بندیز ولګوه.
د کابل ښار یوې اوسېدونکي، چې نغوا ړي نوم یې واخیستل شي، د طالبانو د مشر ددغه پیغام په اړه وویل: «زه هم حجاب کوم، خو کار نکوم، ځکه زما مېړه کار کوي او زما د کار ضرورت نشته. خو زما لور څه ګناه کړې ده، شپږم ټولګی یې خلاص کړ او اوس په کور کې ناسته ده. نپوهېږم چې اینده به یې څه وي.»
د طالبانو مشر د کوچني اختر په مناسبت هم په خپل پیغام کې ادعا کړې وه چې « په تعلیمي برخه کي د تعلیم او تربيي بهیر ټول هیواد ته غځول» شوی او «د لا پرمختګ لپاره يې هم مؤثر پلانونه تر کار لاندې» دي، خو همدا اوس میلیونونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
د طالبانو ځینو مشرانو او د نورو هېوادونو دیني عالمانو د نجونو په زده کړو باندې د طالبانو د بندیزونو مخالفت کړی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي یو ځل په دوبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې ویلي وو چې علم په نارینه وو او ښځو فرض دی.
ستانکزي ویلي:« زه خپله شخصا په دې نظر یم او ما تل په دې اړه خبري هم کړي او ټول ملګري هم په همدې نظر دې راسره دي چې د علم دروازې باید د چا پر مخ ونه تړل شي. دا د هر چا حق دی، که هغه نر دی که ښځه، علم ورباندې فرض دی.»
یوې ښځې، چې نه غوښتل نوم یې د امریکا غږ په راپور کې یاد شي، وویل: «حجاب صحیح دی، موږ حجاب کوو، خو موږ باید حق ولرو چې درس ووایو، تحصیل وکړو، ډاکټرانې شوې، معلمانې او وکیلانې شوو. اسلام موږ ته دا حق راکړی او اسلام نه دي ویي چې ښځې دې له کور څخه نه وځي او تحصیل دې نکوي. اسلام ان موږ ته د مېړه حق راکړی او زموږ له رضایت پرته نکاح نشي کېدای. اوسنی نظام دې باید ژر تر ژره پوهنتونونه او ښوونځي پرانیزي.»
د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې ښځو په وار وار مظاهرې کړې او د خپل حق غوښتنه یې کړې ده. یوې معترضې ښځې تېره اوونۍ امریکا غږ ته په یو استول شوي ویدويي پیغام کې ویلي وو: «موږ چې د طالبانو تر استبدادي حاکمیت لاندې ژوند کوو، یوه ورځ د کال غوندې تېرېږي. طالبان پرته له دې چې د دین په نامه هره ورځ په ښځو باندې بندیزونه ولګوي، د بل هېڅ شی په فکر کې هم نه دي.»
همدا څه موده مخکې په افغانستان کې یو شمېر معترضو مېرمنو د «عدالت غوښتنې لپاره ۱۰۰ فریادونه» په نامه یو لیک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته واستوه چې په کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې «د ښځو د بد وضعیت، کړاو او پرې د لګول شویو بندیزونو» حکایت بیانوي. په دغه لیک کې « د طالبانو په حاکمیت کې د ښځو هدفي وژنو، سنګسار، په دورو وهلو، جنسي تجاوز، شکنجې، بندي کولو، د کم عمر نجونو اجباري واده، توهین، د نجونو د ښوونځیو تړلو، د پارکونو او ورزشخانو تړلو او د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو» مسائیل په کې یاد شوي وو.
جنسیتياپارتاید
د طالبانو مشر په داسې وخت کې په افغانستان کې د ښځو «شرعي حقوقو د تامین» ادعا کوي، چې څو ورځې مخکې د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د جنسیت په اساس تبعیض [جنسیتي اپارتاید] وباله.
هغه له نړیوالو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دا «جنسیتي اپارتاید» د «نړیوال جرم» په توګه وپېژني او په ښځو باندې د محدودیتونو له کبله له طالبانو سره حساب او کتاب وکړي. ریچارد بنیت زیاته کړه ده چې«له ښځو سره ژور او بنسټیز شوی سیستماتیک تبعیض د طالبانو په باور او حاکمیت کې نغښتی» دی.
د ښځو حقوق او رسمیت پېژندنه
نړیوالې ټولنې له طالبانو څخه غوښتي دي چې په ښځو او نجونو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او دوی دا بندیزونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره یو مهم شرط ګڼي.
د چهارشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پاټیل وویل: «تر څو پورې چې هغوی [طالبان] د خپلې ټولنې د بلې نیمايي برخې [نارینه وو] په څېر دې نیمايي برخې [ښځو] ته هم حقوق، مزایا او امکانات ورنکړي، یوازې د افغانستان اینده شا ته نه ټیل وهي، بلکې د خپلې غوښتنې په لاره کې هم خنډ کېږي- د نړیوال قبولیت او مشروعیت غوښتنه.»
په همدې ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتنبایووا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل که طالبان غواړي چې د رسمیت پېژندنې لپاره یې ګام واخیستل شي او نړیوالې ادارې په اغیزناک ډول له افغانستان سره مرستې وکړي، باید هغوی په ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لېرې کړي.
هغې وویل چې د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو او غړو څخه یې غواړي چې په رسمیت یې وپېژني، خو په عین وخت کې د دغه سازمان د منشور د عمده ارزښتونو په خلاف عمل کوي. روزا اتنبایووا زیاته کړه: «ترڅو پورې چې دا فرمانونه [د افغان ښځو په حقونو محدودیتونه] په خپل حال وي، تقریبآ نا ممکنه ده چې نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.»