د امریکا د بهرنیو چارو ورزارت مرستیالې ونډې شرمن له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.
میرمن شرمن نن جمعه اکتوبر اتمه (تلې ۱۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د راتلونکي او امریکا او پاکستان د مهمو اوږدمهاله اړیکو په اړه یې خبرې کړي دي.
هغې زیاته کړې: "موږ د سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو دوامداره هواري ته سترګې په لاره یو."
I met today with Pakistani Foreign Minister @SMQureshiPTI to discuss Afghanistan’s future and the important and long-standing U.S.-Pakistan relationship. We look forward to continuing to address pressing regional and global challenges. pic.twitter.com/1tmUAMC18I
— Wendy R. Sherman (@DeputySecState) October 8, 2021
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې همدارنګه زیاته کړې چې پاکستان د سفر په ترڅ کې تیره ورځ د دغه هیواد د ملي امنیت شورا له سلاکار معید یوسف سره هم د افغانستان او د امریکا او پاکستان د اړیکو د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړي دي.
اغلې شرمن په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
نوموړې تر پاکستان مخکې د افغانستان او ځینو مسائلو په اړه هند ته سفر کړی و.
د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې نه مخکې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر ویلیم برنز هم پاکستان ته تللی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبې سپټمبر ۲۷ (وږي۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې میرمن شرمن به هند ته په سفر کې نوې ډهلي او مومبای ته ولاړه شي او د مدني ټولنو د مشرانو سره د کتلو تر څنګ به د متحده ایالاتو – هند د سوداګرۍ شورا په کلنۍ غونډې کې برخه واخلي چې سږکال ورته د "هند د نظریو" نوم ورکړل شوی او وینا به هم وکړي.
د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله پداسې وخت کې پاکستان او هند ته سفر کوي چې څه موده وړاندې هند چې په افغانستان کې د امریکا یو تر ټولو نږدې هیواد و، نړۍ دیته هڅولې وه چې د افغانستان په کړکیچن وضعیت کې دې د پاکستان نقش ته جدي پام وکړي.