د لاس رسي وړ اتصالات

قطر نړیوالې ټولنې ته: د طالبانو په رسمیت پيژندلو کې بیړه مه کوئ


د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوې جګپوړي چارواکې د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۶ (تلې ۱۴) له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په رسمیت د طالبانو په پیژندلو کې بیړه ونکړي.

میرمن اولوا رشید خاطر چې د قطر د بهرنیو چار وزیر مرستیاله او ویانده ده له امریکایي فارن پالیسي مجلې سره په مرکه کې ویلي‌ دي‌ چې قطر خپلو نړیوالو شریکانو ته ویلي دي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو لپاره دې عجله نه کوي خو ټینګار یې کړی دی چې له طالبانو سره تعامل باید دوام ولري.

دغې قطرۍ چارواکې زیاته کړېده چې له طالبانو سره د تعامل درلودل، د یادې ډلې د اقداماتو ، د حکومتولۍ د څرنګوالي او یا هم د یادې ډلې د ارزښتونو د منلو په معني ندي بلکې د هغې په وینا، له طالبانو سره د تعامل په دوام سره کیدای شي ډیر مهم هدفونه ترلاسه شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همدارنګه د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو او رقابتونو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د پاخه سن طالبان ، هوښیار فکر کوي. هغې په دې مرکه کې ویلي دي چې د طالبانو د پاخه عمر غړو د طالبانو د ځوانو غړو د چلند په اړه قطري چارواکو ته اندیښنه څرګنده کړې ده او د طالبانو د ډیر عمر غړو ویلي دي له دې چې د یادې ډلې ځوان جنګیالي د طالبانو معیارونه نه پلي کوي، اندیښنه لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي دي‌ داسې یوه واضع نقشه طالبانو ته وسپاري چې پکې په رسمیت د طالبانو د پيژندلو شرایط روښانه شوي وي.

میرمن خاطر له دې چې د طالبانو حکومت همه شموله ندی انتقاد کړی او ویلي یې دي قطر د حکومت د جوړښت په اړه د طالبانو له مشرانو سره ستر بحثونه درلودل خو د طالبانو د حکومت اعلان حتي د قطر هیله هم پوره نکړه.

هغې وویل، طالبان کولی شي له قطر، مالیزیا او اندونیزیا څخه الهام واخلي ، هغه هیوادونه چې د نوموړې په وینا، پکې اسلامي‌ نظام حاکم دی خو میرمنې د زده کړو او کار کولو له حقونو څخه بې برخې ندي.

قطر د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه هیواد دی او د یادې ډلې یو له نږدې هیوادونو شمیرل کیږي.

دغې قطرۍ چارواکې په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي دي چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اکټوبر په ۵ نیټه وویل چې د نړۍ مشران باید د جي-۲۰ په نړیوالې اقتصادي غونډه کې د طالبانو د رسميت پېژندنې لپاره خپل شرطونو واضح کړي.

نوموړي د فرانسې د انټر راډیو سره په یوې مرکې کې وویل چې په دغو شرایطو کې باید د ښځو حقونو ته درناوی، بشري مرستو ته لاسرسی او له اورپکو ډلو سره د طالبانو نه همکاري شامله وي.

نوموړي وویل چې رسمیت پېژندنه باید یوه بیه ولري چې د ښځو او نارینو ترمنځ مساوات په کې شامل دي. هغه زیاته کړه چې د نړۍ سترو اقتصادي هېوادونو مشران باید په دغو مسائیلو تاکید وکړي.

هغه همدغه راز وویل چې د جي-۲۰ په اقتصادي غونډه کې به د نړۍ مشران پر افغانستان وغږیږي او باید د هغه په خبره د امریکا، اروپاؤ چین، روسیې او نورو هېوادونو مشران باید طالبانو ته په دې اړه واضح شرایط او پیغام ورکړي.

د جي-۲۰ اقتصادي غونډه به د اکتوبر په اخره کې په ایټالیا کې جوړه شي.

د فرانسې ولسمشر ټینګار وکړ چې ښوونځي ته د افغانو نجونو د تګ اجازه ورکول د هغه د اندیښنو څخه یوه اندیښنه ده.

دا پداسې حال کې دي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دي چې نجونې د کندز يه ښوونځیو کې درسونو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG