د خیبر پښتونخوا په مخکینۍ قبايلي سيمو کې سوداګر او کاروباریان وايي چې په ٢٠٠٨ کال کې د پاکستان د پوځي عملياتو له پيلېدو راهیسې د دوی په زرګونه هټۍ او مارکېټونه وران شوي او د دغو سیمو زیات شمېر سوداګر پنجاب ایالت او د هېواد نورو برخو ته کډه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو اوسېدونکو له دغو عملیاتو وروسته تل له حکومت څخه د امنیت او د هغوی کاروبارونو ته د اوښتو زیانونو د تاوان ورکولو غوښتنه کړې خو تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.
د شمالي وزيرستان ملک رحمت الله وزير وايي د دوی په سیمه کې ټول کاروبار له منځه تللی دی او خلکو ته په کې میلیاردونه روپۍ زیان اوښتی دی.
رحمت الله وزیر د جنوري پر اتلسمه (مرغومي ٢٩) امريکا غږ ته وويل: "زموږ خلک له يوې خوا د پوځي عملياتو په نامه ووهل شول او له بلې خوا ترهګرو ووهل نو له سختې مجبورۍ يې وطن پرېښود او پنجاب، اسلام آباد، پېښور، بنو او دېره اسماعيل خان ته کډه شول او هلته هم د بې وسۍ ژوند تېروي."
هغه زياته کړه چې له پوځي عملیاتو وړاندې د غلام خان پر دروازه له افغانستان سره د سیمې د خلکو ډېره ښه سوداګري روانه وه خو له عملیاتو وروسته هرڅه له منځه لاړل او د وزيرستان ولسونه د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شول.
په قبايلي سيمو کې له وزيرستانه تر باجوړه ټوله سيمه له سوداګريز پلوه زښته ډېره زيانمنه شوې ده او د ځايي سوداګرو د راټولو شویو مالوماتو له مخې په دې سیمه کې زرګونه هټۍ، مارکېټونه او کورونه له منځه تللي دي. د ٢٠٠٨ کال د اګست په شپږمه د پاکستان د پوځ د ضرب عضب په نوم عملياتو کې د باجوړ درې لوی بازارونه صديق آباد، عنايت کلی او ښار بازار اغېزمن شوي او د لوی سم بازار چې شمېره يې تر زرو هټیو زياته وه، په بشپړه توګه وران شوي دي.
د قبايلو د کاروبار د له منځه تللو په اړه په باجوړ کې خبريال او د سیمهییزو چارو شنونکي عرفان الله جان وايي چې کله دلته په پوځي عملياتو کې بازارونه وران کړای شول نو هغه وخت د دې ځای سوداګر د ميلينونو روپيو څښتنان ول خو چې کله د لس کاله کډوالۍ پس دلته راستانه شول نو يوه روپۍ هم ورسره نه وه.
نوموړي امريکا غږ ته وويل د باجوړ لوی سم بازار چې وران کړای شوی، هغه تراوسه هم هغسې وران او لوټې لوټې دي او زیاته یې کړه"کوم کاروباریان چې بيرته راستانه شول نو يو خو يې کاروبارونه تباه شوی و، او بل ترې ترهګرو په پرچۍ باندې په زوره پيسې غوښتې نو ځکه یې بیرته لاهور او پنډۍ ته مخه وکړه. "
عرفان الله جان وویل خلک اوس هم په ويره کې دي چې حالات بیرته خراب نشي.
همداشان په کورمه پاړه چينار کې خبريال او مدني فعال شفيق خان امريکا غږ ته وويل: "چې هسې خو دلته له کلونو راهيسې د مځکې په سر نښتې کېږي او بيا فرقهيیزه بڼه واخلي نو له دې کبله کاروبارونه ټول تباه دي خو د پوځي عملياتو په وخت کې د مينځنۍ کورمې مارکيټونو او دکانونو ته ډير زيان رسېدلی دی."
د جنګ ځپليو قبايلي سيمو په اړه په اسلام آباد کې خبريال او سيمه ايزو چارو شننونکی عبدالهادي مايار هم تائيدوي چې په قبايلي سیمو کې د پوځي عملياتو له امله د بې کوره شويو خلکو او وران شویو بنسټیزه جوړښتونو د بيارغونې لپاره حکومت هېڅ ګامونه نه دي اخيستي.
نوموړي امريکا غږ ته وویل د دغو سیمو خلک اوس هم له اساسي اسانتیاو بې برخې دي او د دوی لپاره د زدهکړې، روغتیا، مواصلاتو او د ژوند په نوروبرخو کې هېڅ کار نه دی شوی. د هغه په وینا همدا لامل دی چې اوس خلک په دې سیمو کې د ترهګرۍ پرضد د نورو پوځي عملياتو لپاره له حکومت او پوځ سره هېڅ همکارۍ ته غاړه نه ږدي.
مايار زياته کړه: "د امریکا دولت هم تیرو څو لسيزو کې پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ملاتړ لپاره په ملیاردونو ډالر ورکړل خو ترهګرۍ ځپلي قبايل لاهم در په در دي او کوم خلک چې یې په خپلو سیمو کې مېشت دي هغوی هم د ژوند بنیادي سهولتونه نه لري. "
مايار وويل دا د پاکستان د دولت مسولیت دی چې قبایلي سیمو ته نه یوازې د تعلیم او صحت په څير اساسي آسانتیاوې برابرې کړي بلکې د هغوی د تباه شوي معیشتي ژوند د بيا رغونې او ودې لپاره باید کوټلي ګامونه هم واخلي.
خو د قبايلي سيمو د افتونو سمبالولو اداره ( ايف ډي ايم اې) وايي، چې په مخکینۍ فاټا په وزیرستانونو کې د پوځي عملياتو پر مهال د وران شویو مارکیټونو او ودانیو د بیارغولو لپاره شاوخوا ١٣٥٣٢ ميلیونه روپۍ لګول شوې دي.
د دې ادارې یو چارواکي احسان داوړ امریکا غږ ته وویل کومو سوداګرو او کاروباریانو او نور هغه څوک چې په پوځي عملیاتو کې ورته مالي زیانونه اوښتي دي هغوی ته یې معاوضې ورکړې دي.
ښاغلي داوړ له امریکا غږ سره په دې اړه د معلوماتو د شریکولو پر مهال وویل:
١ـ په وزیرستانونو کې ټولټال نهه عدده پټرول پمپونه تباه شوي دي چې په کلدارو کې یې تاوان ٣٣١ ميليونه روپۍ وو او حکومت د پټرول پمپونو مالکانو ته دغه پيسې ور کړې دي.
٢- په ميرعلي بازار کې د ٣٧٠٦ دکانونه اغېزمن شوي ول چې ټول تاوان يې ٢٨٠٩ ميليونه روپۍ وو او اغېزمنو خلکو ته یې حکومت پیسې ورکړې دي.
٣- په ميران شاه بازار کې ٧٠٥ ودانۍ ویجاړې شوې وې چې د تاوان تخمینه يې ١٦٩٦ ميلينونه روپۍ وې او په دې کې حکومت د ٣٨٧ دکانونو مالکانو ته ٩٢٩ ميليونه روپۍ ور کړې او ٧٦٧ ميليونه روپۍ لا هم نه دي ورسېدلې.
٤- د ميران شاه بازار د ٢٩٠ کسانو چې واړه کاروبارونه یې لرل، د هغوی ٢٩٢٨ ميليونه روپۍ تاوان شوی دې خو له دې جملې څخه ٦٠ کسانو ته ٣٦٦ ميليونه ورپۍ ورکړل شوې دي او ٢٥٦١ ميليونه روپۍ لاهم پر حکومت باندې دي.
٥- په ميران شاه بازار کې د ٦٦٢٥ پلورنځيو ٥٧٦٧ ميلينونه روپيو توکي سوځېدلي ول چې پکې ٢٤٢٣ ميليونه روپۍ تاوان ورکړل شوې دي خو ٣٣٤٣ ميليونه روپۍ یې لاهم پاتې دي.
د احسان داوړ په وینا چې حکومت یې په ١٣٥٣٢ ميليونه روپيو کې ٦٨٦٠ ميليونه روپۍ خلکو ته ور کړې دي او ٦٦٧٢ ميليونه روپۍ لا خلکو ته نه دي ورکړل شوې.
له ۲۰۰۸ کال راهیسې په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځي عملياتو، ترهګرۍ او ناامنیو نه یوازې د میلیونونه خلکو ژوند اغېزمن کړی بلکې د دې سیمې اساسي جوړښتونو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي. د دې سیمو بیا رغونه جدي حکومتي پاملرنې ته اړتیا لري خو د ځايي خلکو په وینا په سیمه کې د پرمختګ بهیر ډېر ورو یا په ټپه ولاړ دی.