د لاس رسي وړ اتصالات

ولې ګنډاپور له خیبر پښتونخوا څخه کابل ته جرګه استوي؟


د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور
د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي‌ له افغانستان سره د ستونزو ختمولو لپاره په راتلونکو دوو اونیو کې کابل ته د قبایلي مشرانو یوه جرګه او پلاوی استوي.

ده ویلي دي چې له افغانستان سره د پاکستان د فدرال حکومت خبرو نتیجه نه ده ورکړې او په خبره یې ستونزه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي.

ګنډاپور د خیبر پښتونخوا په جنوبي ښار ډېره اسماعیل خان کې خبریالانو ته ویلي دي چې په ایالتي پلاوي کې به د ټولو قبیلو مشران ګډون لري. نوموړي زیاته کړه، "زه له دوی [د افغانستان لوري] څخه هیله لرم چې زموږ له جرګې سره به همکاري وکړي. "

دا درېیم ځل دی چې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر له افغانستان سره د خبرو پیلولو غږ کوي. د علي امین ګنډاپور دغه څرګندونې چې له افغانستان سره به خبرې کوي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پر "فیډراسیون مخامخ برید" بللی وو.

په پېښور کې د سیاسي چارو پوه ډاکټر اعجاز خان د د دغو څرګندونو په اړه وویل، له دې څخه داسې ښکاري چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره په سنجولې توګه پرمخ نه وړل کېږي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې هغه زیاته کړه، "دا کار ښايي دی د پوځ په خوښه کوي او هغوی دا غواړي چې ګنې دا ځايي پښتنو ترمنځ یوه مسله ده او هغوی دې یې خپلو کې سره هواره کړي."

نوموړي په خپلو څرګندونو وویل، که په ریښتیا هم یوڅوک له افغانستان سره د جوړجاړي تلوسه لري نو لومړی کار دې دا وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې تجارت پرېږدي. د دواړو غاړو ولسونه راشه درشه غواړي، چې کله سوداګري پراخه او ښه شي، اړیکې به په خپله ورسره ښې شي.

دی زیاتوي"چې کله د دواړو هېوادونو د ولسونو مفادات او ګټې وټې له یو بل سره وتړل شي نو تعلقات به هم ورسره ښه شي. "

ډاکټر اعجاز خان دا هم وویل چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره کې ډېرې نیمګړتیاوې دي، یو خوا یې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته د خبرواترو لپاره واستولو بلخوا یې په پکتیکا ولایت کې هوايي برید وکړ. "نو ما ته خو د پاکستان په بهرنۍ تګلاره کې ډېر زیات تضاد ښکاري. "

د سیاسي چارو یوبل شنونکی شمیم شاهد هم وايي، چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره د اسلام اباد له وفاقي حکومت سره ده او هلته داسې ښکاري چې ځینې ادارې له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو ته زړه نه غواړي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې شمیم شاهد زیاته کړه، "چې د افغانستان او پاکستان د کړکېچنو او خرابو اړیکو بداغېز په خیبر پښتونخوا باندې لوېږي. نو ښايي اعلی وزیر به همدا سوچ کړی وي، چې له افغانستان سره که تعلقات ښه شي نو پر دې ایالت به یې مثبت اغېز وي. "

نوموړی زیاتوي، "تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ یا ۲۰۱۵ کال کې هم د خیبرپښتونخوا د هغه مهال اعلی وزیر پروېز خټک یو پلاوی کابل ته استولی و، په هغه پلاوی کې زه هم وم، موږ هلته درې څلور ورځې تېرې کړې، او هغه وخت مو له چارواکو سره ډېرې ښې خبرې شوې وې. "

شمیم شاهد وايي، د پاکستان تحریک انصاف او په افغانستان کې د طالبانو حکومت له یوبل سره ډېرې ښې اړیکې پاتې شوي دي نو که د روغې جوړې یو هڅه کېږي، ډېره ګټوره به وي.

د پاکستان وفاقي حکوت لا تراوسه د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور له لوري له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو او پلاوي د استولو په باب څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان اړیکې ترینګلې دي. د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کوي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتلو پس، په پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامیو مسولیت پر دوی نه وراچوي.

یاده دې وي چې د ډسمبر په ۲۶ ( مرغومې شپږم) د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د برمل په ولسوالۍ د پاکستان د هوايي ځواکونو د بریدونو وروسته د پاکستان سره د طالبانو اړیکې لا خرابې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG