په خوست کې د ځمکې پر سر د منګلو او مقبلو جنجال حل شو

په خوست کې د ځمکې او غره پر سر دا جنجال د منګلو او مقبلو تر منځ و.

د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيت په سر لانجه شاوخوا څلور لسيزې مخکې پیل شوې وه خو پدې تیرو څو کالونو کې په وسله والو شخړو اوښتې او تر اويا ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

په تېرو څو کلونو کې ولايتي چارواکو او له کابل نه راغلو پلاوو يې څو وارې پرېکړې اورولې وې، خو عملي شوې نه دي، مګر اوس د ولايتي چارواکو په وينا د ولسمشر په حکم د يوه ټاکل شوي پلاوي په مټ يې دا لانجه پای ته ورسوله.

د خوست والي حکم خان حبيبي چې د فيصلې اورولو غونډې ته يې خبرې کولې، وويل چې اوسنۍ پرېکړه نهايي ده او خبرداری يې ورکړ، چې حکومت به د سرغړونکي سره جدي عمل کوي.

” ځينو ځايونو کې يو د بل پروړاندې د وسله وال برخورد ارادې موجودې دي، زه نن په صراحت درته اعلان کوم چې له دې نيت نه تېر شئ، که دا عمل تکرار شي امنيتي ارګانونو ته مې دا هدايت دی چې په مقابل کې يې جدي عمل وکړي‟.

د منګل او مقبل قومونو لانجه د خوست په شمال لويديځ کې د بازي او سنځيلۍ سيمو د ملکيت په سر ده. دواړو قومونو د شخړو پرمهال له درنو وسلو کار اخيستی او لسګونه کورنۍ يې د کورونو پرېښودو ته هم اړ کړې دي.

ظاهراً د دواړو قومونو مشرانو د ټاکل شوي پلاوي له لوري د شوې پرېکړې هرکلی کړی، خو د دوی په وينا نتيجه به يې هغه مهال مثبت وي، چې حکومت يې په سيمه کې په بشپړ ډول تطبيق کړای شي.

له کابل نه د راغلي پلاوی غړی نيازمحمد امير وايي: ”د خوس ولايت نظامي ادارې يې په تطبيقولو او عملي کولو مکلفې دي او شوې پرېکړه به امنيتي ارګانونو ته په واک کې ورکول کېږي، څو يې د تطبيق په موخه عملي اقدامات ترسره کړي‟.

پر دې سربېره په خوست کې د ځينو نورو قومونو ترمنځ هم د ځمکو د ملکيت په سر لانجې او وسله والې شخړې اوږده سابقه لري، دې شخړو پر مالي زيانونو سربېره ځاني تلفات هم له ځان سره لرلي دي.

په ورته وخت کې عام باور دا دی، چې د قومونو ترمنځ د ځمکو د ملکيت په سر لانجې او وسله والې شخړې نه يواځې د قومونو ترمنځ نفاق زياتوي، بلکې د دولتي حاکميت پر وړاندې هم جدي ننګونه بلل کېږي.

مولوي حبيب الرحمن مفتي وايي: ”خپله دا لانجه هم يوه ستونزه ده، دا ددې د بدامنۍ، د ناقونيت لوري ته سوق کول او رهبري کول دي. د دې ټولو ستونزو حل لازم دی، که حل نه شي دا نورې ستونزې رامنځته کوي‟.

دا مهال په دې ولايت کې د شاوخوا لسو قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر لانجې روانې دي. ولايتي چارواکي وايي، ځينې سياسي کړۍ د ځمکو د ملکيت په نامه د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي.