د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۰ (سلواغې اوله) خپله دوهمه دوره پیل کړه او د لوړې مراسم په پایتخت واشنګټن ډي سي کې ترسره شول.
دا په څه باندې یوې پیړۍ کې لومړی ځل دی چې په امریکا کې یو ولسمشر له څلور کلنې وقفې وروسته بیا واک ته رسیږي.
په ازاده فضا کې د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۲۵۰ زره کسانو ټکټونه ترلاسه کړي وو، خو د ډیرې سړې هوا له کبله دا مراسم اوس د کانګرس ماڼۍ دننه جوړیږي او یوازې ۶۰۰ کسان پکې ګډون کوي.
د سړې هوا له کبله په واشنګټن کې د کانګرس له ماڼۍ څخه تر سپینې ماڼۍ پورې مارش یا پرېډ چې د لوړې د مراسمو عنعنوي برخه ده، هم لغوه شوی او پر ځای یې دا مراسم د ښار په یو ستر تالار کې جوړيږي چې د ۲۰ زره کسانو ګنجایش لري.
دا مطلب هم ولولئ د ټرمپ د لوړې مراسم د سړې هوا له کبله د کانګرس په ماڼۍ کې دننه کیږيټرمپ د یکشنبې په ورځ خپلو ملاتړو ته د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې "په تاریخي ډول په بیړه او قوت سره به د هغو ټولو بحرانونو د حل کولو لپاره عمل وکړي چې امریکا ورسره دا وخت مخامخ ده."
هغه زیاته کړه: "سبا غرمه د امریکا د څلور کلن زوال باب تړل کیږي او موږ د هېواد د ځواکمنتیا او پرمختګ نوی عصر پیلوو."
ټرمپ ژمنه کړې چې د ولسمشر په توګه لومړی کار به یې د یو لړ فرمانونو لاسلیک کول وي چې په دې کې د بایډن د دورې د یو لړ تګلارو لغوه کول شامل دي. د هغه د انتخاباتي مبارزو یوه مهمه ژمنه له امریکا څخه د ناقانونه کډوالو شړل دي.
دا مطلب هم ولولئ پاپ وایي د ټرمپ پلان چې میلونونه کډوال باسي 'بدبختي' دهټرمپ همدارنګه ژمنه کړې چې له کاناډا، مکسیکو او چین څخه امریکا ته په صادرېدونکو مالونو به مالیه لوړه کړي.
نوي ولسمشر همدارنګه ژمنه کړې چې خپل هغه شاوخوا ۱۵۰۰نیول شوي ملاتړي به وبخښي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه ددې دپاره د امریکا د کانګرس په ماڼۍ ورغلل چې د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې د ولسمشر په توګه د جو بایډن د تائید کېدو مخه ونیسي. ټرمپ دا کسان "هیوادپاله" بللي چې د نوموړي په خبره، په ناحقه نیول شوي دي.
په ټرمپ باندې د ۲۰۲۰ د ټاکنو وروسته بایډن ته د خپلې ماتې د نتیجې د برعکس کولو تورونه وروسته له هغه لیرې شول چې هغه د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي بایډن خپلې ډیموکراتې حریفې کاملا هریس ته ماتې ورکړه. د امریکا د عدلیې وزارت تاریخي تګلاره ده چې برحال ولسمشر نه محاکمه کیږي.
ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د محکمې لخوا د جرم په کولو محکوم شوی. محکمې تېر کال هغه په خپلو سوداګریزو اسنادو کې د جعل څخه نیولې د لوڅو فلمونو یوې کارکوونکې ته د حق السکوت د پیسو ورکولو پورې په ۳۴ بیلا بیلو تورونو محکوم وباله خو قاضي هغه ته د جزا له ورکولو ډډه وکړه.
ټرمپ ژمنه کړې وه چې د خپلې دوهمې دورې له پیل وړاندې به د روسیې او اوکراین جګړه ختمه کړي خو د هغه کارکوونکي اوس وايي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به په اوکراین کې د سولې د یو تړون لاسلیک کېدو ته کار کوي.
ټرمپ همدارنګه غواړي چې د تیلو استخراج پراخ کړي که څه هم د امریکا د انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په امریکا کې د انرژۍ تولید د اړتیا له کچې څخه په بې سارې توګه لوړ شوی دی.
په امریکا کې د نرښځیو موضوع ته هم د ټرمپ پام اوښتی دی. خپلو ملاتړو ته په ویناوو کې ټرمپ نرښځي نارینه بللي او ژمنه یې کړې چې د ښځو په سیالیو کې به نرښځیو ته د ګډون اجازه نه ورکوي. ټرمپ د خپلو انتخاباتي مبارزو په یوه غونډه کې وویل: "زه به د خپلې واکمنۍ په لومړۍ ورځ په بیړه نارینه په بشپړ ډول د ښځو له ورزښ څخه وباسم."
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو له معلوماتو استفاده شوې ده.