واشنګټن: طالبان دې د زیربناو او ولسي خلکو حفاظت ته ژمن واوسي 

تصویر: ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو ترمنځ‌ د دوو ورځنیو خبرو هرکلی کړی او تاکید یې کړی چې مذاکره او تفاهم د جګړې د ختمولو لار ده.

د وزارت ویاند ند پرایس د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۱۹ (چنګاښ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «د امریکا متحده ایالتونه طالبان هڅوي چې د زیربناو او ولسي خلکو حفاظت او د بشري مرستو په رسولو کې همکارۍ ته ژمن وي.»

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې تېره ورځ پای ته ورسېدې.

دواړو لوریو د مذاکراتو په روان ساتلو، د زیربناو په نه ویجاړولو او ولسي خلکو ته د زیان په نه اړولو موافقه وکړه.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دا خبرې «بي مفهومه او خنثی» بللې او ویلي دي چې کومه ښکاره نتیجه یې نه دې ورکړې.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو هرکلی کړی دی او ویلي دي چې د افغانستان د ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې سره به په ګده د افغانستان د سولې د بهیر او افغانانو ننګه به کوي چې پایداره سوله راشي.