ملگري ملتونه: افغانستان له بیسارې وچکالۍ سره مخ دی

د افغانستان وچکالي

ملگري ملتونه وایي افغانستان اوسمهال د څو لسیزو له خورا سختۍ وچکالۍ سره مخامخ دی او دغه وچکالي ددې سبب شوې چې په لسگونو زره افغانان خپل کورونه خوشې کړي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا د یونسف ادارې نن سه شنبه (نومبر ٢٧) ویلي چې یواځې سږکال شاوخوا ٢٢٣ زره افغانان د وچکالۍ له وجې په هرات، بادغیس او غور ولایتونو کې د خپلو کلیو او سیمو خوشې کولو ته اړ شوي دي.

د ملگرو ملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان وایي په وچکالۍ ځپلو سیمو کې افغانان اړ شوي چې درې وخته ډوډۍ ونخوري او د ژوندي پاته کیدو لپاره خپل څاروي خرڅ کړي او یا هم ښارونه ته مخه کړي چې د مرستو ترلاسه کول او خدماتو ته لاس رسی په کې اسان دی.

یونسف وایي چې په وچکالۍ ځپلو سیمو کې یو شمیر افغانان د ژوند د بقا لپاره حتی خپل ماشومان د ولور د پیسو په بدل کې واده کوي.

د یونسف د شمیرو له مخې په هرات او بادغیس ولایتونو کې د سږکال د جولای میاشتې نه تر اکتوبر پورې ۱۵۵ کم عمره نجونې د پیسو په بدل کې واده شوې دي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونسف ویاند، الیسن پارکر، وویل چې په افغانستان کې وچکالي ددې سبب شوې چې افغان ماشومان په "مالي ضمانت" بدل شي.

ملگرو ملتونو ویلي چې په وچکالۍ ځپلو سیمو کې زیات شمیر افغانان د غذایي موادو د رانیولو، د روغتیایي خدمتونو د لگښت او د تگ راتگ لپاره پیسې پور کړي او اوس د خپلو پورونو د ادا کولو لپاره خپل اولادونه د ولور د پیسو په بدل کې ودوي.

یو مرسته رسونکي سازمان رپوټ ورکړی چې د بادغیس په ولایت کې نیمایي کورنۍ چې دوی د سپتمبر په میاشت کې سروي کړي، دې سازمان ته یې ویلي چې د وچکالۍ پر وخت د دوی د کم عمره ماشومانو واده کول د غذایي موادو د اخیستلو لپاره یواځنۍ لار وه.

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې شاوخوا ١١ میلیونه افغانان د ٢٠١٩ کال تر فبرورۍ پورې د "غذایي مصونیت د سخت نشتوالي" سره مخامخ دي.

ملگرو ملتونو همداشان ویلي چې د وچکالۍ له وجې د بیځایه شویو افغانانو سربیره د دولتي ځواکونو او د طالبانو په گډون د وسله والو مخالفینو ترمنځ روانه جگړه په روان میلادي کال کې د ٢٨٢ زره افغانانو د بیځایه کیدو سبب شوې ده.