’بې کاري د بیا ځلي روږدي کیدو یو عمده لامل دی‘

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې په نشه يي موادو اخته یو شمیر معتادین چې څو ځله یې درملنه شوې ده وايي، چې بې کاري یو له هغو عمده دلیلونو ده چې دوی تر درملنې وروسته بیا نشو ته مخه کوي او دایمي ځانونه له اعتیاد نشي خلاصولی.

په کندهار کې په نشه يي موادو اخته یو شمیر معتادین چې څو ځله یې درملنه شوې ده وايي، چې بې کاري یو له هغو عمده دلیلونو ده چې دوی تر درملنې وروسته بیا نشو ته مخه کوي او دایمي ځانونه له اعتیاد نشي خلاصولی.

په کندهار کې یو شمېر هغه معتادین چې درملنه یې شوې وه یو ځل بیا په نشه يي توکو روږدي شوي.

په نشه دا روږدي چې د کندهار ښار په بیلا بیلو برخو کې اوسي د کار غوښتنه لري، دا پداسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې واک ته د طالبانو له رسیدو سره د بې کارۍ کچه زیاته شوې ده.

یو له دغو معتادینو اغا شیرین دی. اغا شیرین وايي، چې څو ځله یې درملنه شوې ده خو بیا هم له نشو ندی خلاص شوی خو اوس یې کلک هوډ کړی دی چې بیا نشه ونه کړي.

اغا شیرین وویل: «په نانوايي کې مې کار کولو نانوايی دو میاشتې کیدې نشه کوله ما ته یې وویل مشر ورور مې مه خبروه ما ویل سمه ده ماښام شو ورته مې وویل پیسې راکړه زه ځم. ویل یې ولې؟ ما ویل درسره په نشه اخته کیږم راته یې وویل ته تر هغې کار کوه ترڅو چې زه بل کس پیدا کوم. ما ورته وویل زه درسره په نشه اخته کیږم په دوه درې ورځو کې ورسره په نشه اخته شوم د یو نیم کال په تیریدو سره کورنۍ پر ما خبر شول. بیا لاړم ملا ذینو ته څلور میاشتې مې هلته تیرې کړې چې راخلاص شوم دوه میاشتې وروسته پرې بیا اخته شوم. بیا لاړم ودان ته درې میاشتې بستر شوم. سم شوم یوه میاشت وروسته بیا پرې اخته شوم له هغه وروسته لاړم لالۍ ته بیا پرې اخته شوم دا ځل مې د خدای پاک سره وعده کړې چې نور به په ژوند نشه نه کوم.»

طالبانو د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې له تیرو څو میاشتو راهیسې هڅي پيل کړي چې په نشه روږدي کسان له لارو او کوڅو څخه را ټول او درملنه یې وکړي.

خو خپله په نشه روږدې کسان وایې چې د کاري فرصتونو پيدا کیده دي د درملنې عمده برخه وګرځي تر څو تر درملنې وروسته دوی بیا په نشه اخته نشي‌.