په کونړ کې د ناکو ونو ښه حاصل کړی

Your browser doesn’t support HTML5

د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزاردره چې، په تېر کې د کوکنارو د کرکیلې یو له خوندي ځایونو څخه وه او ګڼ شمېر کروندګرو يې کوکنار کرل، له تېرو څو کالو راهیسې ځینو کروندګرو پکې د کوکنارو بدیلو کښتونو او د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزاردره چې، په تېر کې د کوکنارو د کرکیلې یو له خوندي ځایونو څخه وه او ګڼ شمېر کروندګرو يې کوکنار کرل، له تېرو څو کالو راهیسې ځینو کروندګرو پکې د کوکنارو بدیلو کښتونو او د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده.

ددې سیمې یو بڼوال حکیم محمدعظیم دی چې د ناکو د بڼوالۍ له عوایدو خوښ دی. هغه وايي، چې په شاو خوا یونیم جریب کرونده کې يې د ناکو بڼوالي کړې او دا به يې درېیم کال شي چې حاصل ورکوي.

هغه وویل:"دې باغ کې ما ۶۶۰ ونې نهالې کړې دي خو دې کې ۱۸ دانې وچې شوې دي. اوم کال يې روان دی د دې باغ او دوه کاله مې ترې حال اخیستی دی اوس درېیم کال روان دی، دا باغ مې په دې خاطر کړی چې زمونږ د بچو د مکتب روپۍ پوره کړې، د پوهنتون روپۍ اوباسې چې بچې یو اندازې ته ورسوو او خدمت وکړي."

حکیم محمدعظیم زیاتوي، چې په دې بڼ هر کال تر شل زره افغانیو پورې لګښت هم راځي، چې توره سره، سپینه سره او نور وي.

هغه وايي، پخوا يې غنم کرل، چې دومره عواید يې نه کول او اوس د غنمو څلور چنده لوړ عواید ورته په لاس ورځي او له بڼوالۍ خوښ دی.

دی د کوکنارو د کرکیلې کرلو خلاف دی. وايي: "اسلام دا کوکنار منع کړي دي، تاریاک يې منع کړي دي او زه چې يې کومه نو خو مسلمان بیا نه یم نو، ښه خبره مونږ لپاره دا ده، چې ګلپي وکرو، سبزي وکرو. باغدارې جوړه کړو تر څو زمونږ د ژوند مشکلات پرې حل شي."

د هغه د معلوماتو له مخې، دا بڼوالۍ يې لومړی د «ان اچ ال پي» په ۶۵ سلنه مرسته کړی دی، چې پاتې ۳۵ سلنه لګښت يې خپله کړی دی او اوس يې ټول لګښتونه پر دوی دي.

نوموړی وايي، کروندګر بې وزله دي، نړیوالې مرستندویه ادارې او د کرنې په برخه کې موسسې دې د دوی لاسنیوی وکړي، تر څو په خپلو پښو ودرېږي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزاردرې سیمه، چې پخوا په کې طالبان او داعش ډلې حاکمې وې او د پخواني نظام لاس نه ورسېده، نو کروندګرو يې کوکنار کرل.