چارواکي: بادغیس کې ۱۸ طالبان او ۱۰داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د ځانګړي عملیاتو پرمهال ۱۰ داعش وسله وال وژلي دي.

دفاع وزارت ویلي دغه داعش وسله وال تېره شپه د جوند ولسوالۍ په چشمه شرین سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د فاع وزارت د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۳مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یادو عملیاتو پر مهال ۱۶ نور داعش وسله وال چې بهرنیان و له خپلو کورنیو سره چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي نیول شوي دي.

پر همدې مهال د بادغیس سیمه ییزو چارواکو هم ویلي چې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت تېره شپه په جوند ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش پر مرکزونو باندې هوايي بریدونه کړي‌ دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۱۸ وسله وال طالبان او ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي‌ دي.

نوموړي زیاته کړه چې د قاطع ملاتړ ماموریت په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه لوی زندان برید کړی چې د داعش ډلې شااوخوا څلوېښت زنداني غړي له ځان سره وړي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ امریکايي ځواکونو هم د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی و.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.